خبرونه نړۍ

د اسرائیلو لومړی وزیر عُمان ته تللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۵)

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د عُمان پلازمینې مسقط ته رسیدلی او د هغه هیواد له چارواکو سره یې لیدنې کتنې کړې.
دغه یهودي مشر داسې مهال عُمان ته سفر کوي چې دواړه هیوادونه هیڅ راز خپلمنځي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري .
نتنیاهو د عمان له پاچا سلطان قابوس ابن سعید سره کتلي او په منځني ختیځ کې یې د سولې او ټیکاو په راتلو او یوه منظم میکانیزم پر جوړولو سلا مشورې کړې.
له نتنیاهو سره په دې سفر کې د یهودو داستخباراتي ادارې “موساد“مشر یوسي کهن،د ملي امنیت سلاکار“ ملي مئیر بن شبات او ګڼ شمیر نور چارواکي ملتیا کوي.
ایران د دغه سفر په تړاو غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې دغه رژیم د مسلمانانو په ویشلو او د هغوی د تفرقې کوښښونه کوي او له مسلمانو هیوادونو یې غوښتي چې د یهودي د توطیو ښکار نه شي.

بلخوا امریکا بیا د اسرایلي چارواکو دا ګام ستایلی او په سیمه کې یې د دوستانو د پیداکولو هڅه بللې.

دا له ۱۹۹۶ کال وروسته لومړی یهودي مشر ده چې د عُمان خاورې ته سفر کوي.
په عین حال کې د اسرایلو د ورزش او لوبو وزیر ابوظبۍ ته رسیدلی او هلته یې له چارواکو او ځوانانو سره مختلفې غونډې کړې دي.

سرچینه: کابل ټکی کام