نړۍ

اسرایلي ځواکونو په غزه کې څلور فلسطینیان وژلي

اسرایلي ځواکونو په غزه کې څلور فلسطینیان وژلي

د فلسطینیانو روغتیايي سرچینو ویلي دي چې اسرایلي ځواکونو پرون په غزې تراړه کې څلور فلسطینیان په ډزو ووژل او ۲۳۲ نور يې ژوبل کړل. د اسرایل پوځ ویلي چې، جنګي الوتکو يې دغه راز په غزه کې د حماس ډلې په دریو مرکزونو هم بمباري کړې ده. پوځ ویلي سرتېرو د بلوا ضد اقداماتو په لړ کې پر هغو لاریون کوونکو ډزې وکړې چې له اسرایل سره پر پوله هر جمعه لاریون کوي او پر سرتېرو د ډبرو ،او پترولي بمونو ګوزارونه کوي. په غزه کې له څو میاشتو راهیسې هره جمعه زرګونه فلسطینیان د اسرایل د کلابندۍ پر ضد لاریونونه کوي چې ډېر کله په شخړو بدلیږي.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو