روغتیا

اِحتکار څه ته وائي او په اسلامي شریعت کې څه حکم لري؟

لیکنه: فضل الله ممتاز

احتکار یوه عربي کلمه ده او ژب پوهانو ددې کلمې لغوي او اصطلاحي معنا ذکر کړې ده، چې دلته به په دې مقاله کې همدا مسئله د موضوع له فحوی (محتوا) سره سم له تاسو درنو لوستونکوسره شریکه کړو او بیا به د اسلامي فقهې په رڼا کې د احتکار د حرمت (ناروا والي) په اړه هم مختلف دلیلونه تاسو ته څرګند کړو.

د احتکار لغوي معنا:
احتکار په اصل کې د لغت له مخې حَبْس (بندولو)، د مال ځنډولو او نه خرڅولو ته ویل کېږي. استاد فیومي په خپل کتاب (۱) کې په دې اړه لیکلي دي چې: په عربو کې دا خبره مشهوره ده چې دوی په خپلو ورځنیو خبرو اترو کې یوبل ته داسې وائي: (اِحتکرَ فلانٌ الطعامَ). یعنې فلاني سړي خوراکي او غذائي توکي بند کړي دي.

د احتکار اصطلاحي معنا:
په دې اړه ابن مودود الموصلي ــ رحمه الله ــ په خپل کتاب کې لیکلي دي چې: احتکار دې ته ویل کېږي چې: په یوه سیمه کې یو څوک د ښار او یا کوم بل ځای څخه مال واخلي، بیا یې بل ښار او سیمې ته یوسي او له ځانه سره یې تر هغه وخته پوری بند وساتي، تر څو دا جنس په بازار کې خورا قیمته او نرخونه یې لوړ شي. (۲).

د مسلمان تاجر مهم خصلتونه:
کله چې مونږ د اسلامي امت د تاریخ زرینې پاڼې لولو؛ نو جوتیږي چې د هغوی د مهمو ځانګړنو څخه یو څه اساسي ځانګړنې دا وې چې: دوی به په خپل تجارت کې تل له صداقت او رښتینولۍ څخه کار اخسته، له خلکو سره به یې غوره چلند او تل نیک تعامل ترسره کاوه؛ او دا ټول د همدې په خاطر تر څو ورته لوی څښتن تعالی ــ جل جلاله ــ لکه څرنګه چې پیغمبر اکرم ــ صلی الله علیه وسلم ــ له دوی سره ژمنه کړې ده، لوړې مرتبې او ستر اجرونه ورپه برخه کړي او همداراز دوی به د قیامت په ورځ له انبیاؤو، صدیقینو (رښتیا ویونکو) او شهیدانو سره حشر او دهغوی له ډلې څخه وګرځول شي.

د احتکار په اړه یوه تاریخي کیسه:
امام غزالي ــ رحمه الله ــ په دې اړه د یوې په زړه پورې کیسې لنډه یادونه کوي. نوموړې چې د اسلامي امت د مفکرینو او مشهورو لیکوالانو او نوم وتو علماؤو څخه دی، ډېر کتابونه یې لیکلي دي؛ د هغه د مشهورو کتابونو څخه یو هم اِحیاءُ علوم الدین دی. نوموړي پخپل دې کتاب کې لیکلي دي چې: (۳) په تېرو وختونو کې د مسلمانو تاجرانو څخه یو تن ژوند کاوه. ده به همېش خپل تجارتي مالونه شاوخوا بازارونو او ګاونډیو هېوادونو ته استول، دده مالونه او شتمني دومره زیاته وه چې حتی په کشتیو کې به یې خپل مالونه د سیمې نژدې پرتو ولایتونو او بازارونو ته استول.

یو ځل یې د تېر په څېر وغوښتل په عراق کې د بصرې ښار ته د بحر له لارې خپل مالونه واستوي؛ د تجارتي مالونو له تړلو او لېږد ته د چمتو کولو څخه وروسته یې خپل دوست او ددې تجارتي کاروان مرستیال (حنظله) ته ولیکل: کله چې د بصرې ښار ته ورسېدلی؛ نو د رسېدلو سره سم دا مالونه په فلاني نرخ پر خلکو باندې خرڅ کړه؛ خو چې پام دې وي تر سبا ورځې پورې درنه دا مالونه پاتې نشي.

د هغه ملګري (حنظله) هم ورسره په لومړي سر کې ومنله او د خپلو نورو دوستانو سره د بصرې ښار په لوري یې سفر پیل کړ. کله چې د بصرې ښار ته دا تجارتي کاروان ورسېد؛ په دې کاروان کې د حنظله د سفر ملګرو حنظله ته وویل: څه به وشي چې که چېرې مونږدا مالونه اوس په خلکو باندې خرڅ نه کړو؛ بلکې لږ نور یې هم وځنډوو؛ تر څو ارزښت او قیمت یې نور هم لوړ شي؛ نوپه دې توګه سره به مونږ څو چنده ګټه ترلاسه کړو او له بل لوري به زمونږ مشر هم له مونږ څخه خورا خوښ او خوشحاله شي. ده هم ورسره ومنله او دا مالونه یې تر هغې پورې وځنډول تر څو یې په بازار کې نرخونه لوړ او خورا قیمته شول؛ اوله دې لارې یې څو چنده ګټه ترلاسه کړه.

دوستان یې په خپل دې کار خورا خوښ شول، نو وې غوښتل چې خپل دوست له دې ګټې څخه باخبره کړي؛ نو ددې کار لپاره یې یو لیک ولیکه او په هغه کې یې خپل مشر ته دا کیسه په بشپړ تفصیل سره ولیکله؛ خو ددوی د فکر او توقع په خلاف مشر یې په دې کار خورا خواشینی او ناخوښه شو.

هغه د خط په ځواب کې خپل دوست (حنظله) ته ولیکل چې: ما خو له تاسره په خورا لږه ګټه باندې قناعت کړی ؤ، تر څو مال مو په حلاله توګه خرڅ شي او نه یې له برکت څخه بې برخې شو، او نه مو پکې ایمان ته کوم زیان ورسېږي؛ خو تاسو زما له امر نه سرغړونه کړې ده او زه هېڅکله هم په دې باندې نه خوشحالېږم چې څو چنده مالي ګټه ترلاسه کړم؛ خو دین او ایمان مې پکې له لاسه ورکړم. تا په حقیقت کې زما په مال کې احتکار او زما سره ستر جنایت تر سره کړی دی؛ نو اوس د حل لاره داده چې: کله زما دا لیک تاسې ته درورسید؛ نو سمدلاسه دا ټول مال مو د بصرې ښار په بې وزلانو او اړمندو خلکو باندې ووېشئ. کاش! د همدې صدقې له کبله مونږ د احتکار له هغې ګناه څخه خلاصون ومومو کومه چې مونږ ترسره کړې ده.

په تجارتي معاملاتو کې احتکار په اصل کې د تقوی د کلمې سره منافي (مخالفه) کلمه ده؛ او دا ځکه چې د همدې احتکار له کبله خلک له مالي تنګسیا (فقر) سره مخامخ کېږي او په دې توګه سره خلکو ته مالي تلفات اوړي؛ نو له همدې کبله اسلامي سپېڅلي شریعت یې په اړه د تحریم (حراموالي) حکم صادر کړی دی، او یا یې هم دا کار دومره بد او منحوس کار ګڼلی دی؛ لکه څومره چې یو حرام عمل بد ګڼل کېږي.

د احتکار څخه د ځان ساتنې په اړه یو څو لنډ احادیث:
په دې اړه به لومړی د فقهاؤو کرامو یوې وینا ته په لنډه توګه اشاره وکړو چې وائی: د احتکار حرمت (ناروا والی) د نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ په ګڼ شمېر احادیثو کې یادونه شوې ده؛ لکه چې امام ابن ماجه ـــ رحمه الله ــ په خپل کتاب التجارات کې په دې اړه د یو حدیث شریف یادونه کړې ده چې نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ارشاد فرمائي: ” الجالِبُ مَرْزُوقٌ و المُحتَکِرُ مَلْعُونٌ” (۴). ژباړه: تاجر مرزوق دی (یعنې رزق او روزي ورکړل شوې ده) او مُحتکر ملعون دی.

دا پورتنی حدیث مونږ ته د همدې خبرې ښودنه کوي چې: هر هغه تاجر چې د خلکو د هوساینې او سوکالۍ او خیر ښېګڼې په خاطر پر خلکو آساني راولي؛ له لرې او نژدې پرتو سیمو څخه دوی ته خوراکي او نور ژوندنیز توکي او جنسونه برابروي؛ نو له همدې ښو خصلتونو له کبله د دې ډول انسان په ژوند کې به تل آسانتیاوی او هوساینې راځي، خو بل لوري ته هر هغه تاجر چې احتکا رکوي او خپل مالونه په لوړ قیمت خرڅوي؛ او پر هغوی د ژوند پراخه لمن راتنګوي؛ نو دا ډول انسان خورا یو بې خیره انسان دی. (دا یو ښکاره او څرګند واقعیت دی چې مُحتکر انسان دومره بد نیته انسان وي چې کله لوی څښتن تعالی ارزاني راولي؛ نو دا به پرې د خواشینۍ او ژور خفګان احساس کوي او چې کله د تجارتي اجناسو نرخونه او بیې لوړې شي؛ نو دا انسان به پرې بیا د زیاتې خوشحالۍ او رضایتمندۍ احساس کوي).

دویم حدیث:
همداراز د امام ابن ماجه ـــ رحمه الله ــ نه روایت دی چې: نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ـــ فرمایلي دي: ” مَنِ احْتَکَرَ علَی المُسْلِمِیْنَ طعاماً ضَرَبهُ اللهُ بِالجَذامِ وَ الاِفْلاسِ”. الحدیث.

ژباړه: چا چې د مسلمانانو په خوړو کې احتکار وکړ؛ نو لوی څښتن تعالی به یې د جذام (پیس) په مرض او په مال کې د افلاس (په مصیبت باندې) اخته کړي.

جذام په اصل کې یو ډول عذاب دی چې پوستکي شلوي او له کبله یې غوښه یو له بل څخه جلا کېږي او ددې رنځ او بیمارتیا له کبله غوښه له وجود څخه رژول کېږي). په اوسني عصر کې احتکار په ډېرو شیانو کې رامنځ ته کېدلی شي؛ کیدای شي چې دا خواړه او یا هم لباس وي، یا هم د سورلۍ او د سفر وسائل وي؛ او حتی د محصلینو لپاره کتابونه وي، ځکه په دې ټولو یادو شیانو کې مُحتکر انسان هڅه کوي چې دا اجناس ذخیره وساتي، تر څو قیمت یې لوړ شي او بالآخره په خپل دې کار سره ځان ته ګټه او نورو خلکو ته تاوان او زیان ورسوي، او دا هم په داسې حساس وخت کې چې خلک به دې ډول اجناسو ته په بازار کې خورا اړتیا لري. البته دلته د اِفلاس څخه مقصود او هدف مودادی چې: احتکار کوونکی شخص به لوی څښتن تعالی د هغه په مال او اولادونو (ځان او کورنۍ) کې له راز راز آزمېښتونو او مصیبتونو سره مخامخ کوي). (په ځانګړې توګه کله چې مُحتکر انسان دا کار د خپل ورځیني ژوند یوه برخه او خپله حِرفه او دنده یې وګرځوي).

درېیم حدیث:
نبي اکرم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ارشاد فرمایلی دی چې: ” مَنِ احْتَکَرَ طَعَامَاً أَربَعِینَ لَیْلَةً، فَقَدْ بَرِئَ مِنَ اللهِ تَعالی وَ برِئَ اللهُ تعَالی مِنْهُ”.[أخرجه الامام أحمد في المُسندِ ج ۲ ص ۳۳].
ژباړه: هر هغه چا چې څلوېښت شپې په خوړو کې احتکار وکړ؛ نو هغه د لوی څښتن تعالی څخه؛ او لوی څښتن تعالی د هغه څخه بېزراه دی.

د فقهاؤو له نظره احتکار:
د امام صاحب أبوحنیفه ــ رحمه الله ــ له نظره:
د احتکار تعریف: امام ابوحنیفه ــ رحمه الله ــ د احتکار په اړه وائي چې: یو څوک له یو ښار څخه او یا یو بل ځای څخه مال د تجارت په نیت واخلي؛ او بیا یې خپل ښار ته راوړي؛ خو ددې لپاره یې بازار ته نه عرضه کوي تر څو یې بیه لوړه شي؛ نو دې ته احتکار ویل کېږي. خو په دې شرط چې د تاجر په دې کار سره ښاریانو او عامو خلکو ته ضرر ورسېږي.
امام علاء الدین کاساني ــ رحمه الله ــ فرمائي چې: په پورتني مبارک حدیث کې چې د ُمحتکر (احتکار کوونکي) انسان لپاره د کوم وعید (عذاب) یادونه شوې ده؛ نودا پخپله ددې ښکارندوینه کوي چې دا ډول سخت وعید او درنده سزا یوازې او یوازې د حرام کار لپاره ټاکل شوې ده؛ او بل دا چې په احتکار کې د عامو خلکو په حق کې ظلم او حق تلفي رامنځ ته کېږي؛ نو ځکه په اسلامي شریعت کې دا کار بد ګڼل شوی دی. د مثال په ډول: که چېرې یو څوک په یو ښار کې تجارتي مالونه خرڅوي؛ نو په دې مالونو کې ښکاره خبره ده چې د ټولنې د عامو خلکو حق هم پروت وي. اوس که چېرې یې اخستونکی انسان له خرڅلاو څخه ډډه وکړي؛ په داسې حال کې چې خلک ورته خورا سخته اړتیا ولري؛ نودا په خپله ددې معنا لري چې دې شخص د خلکو څخه د هغوی حق منع کړی دی؛ او د مُسحتق شخص څخه د هغه د مال منع کولو ته ظلم ویل کېږي؛ او دا کار حرام ګڼل شوی دی. ددې کار په مقابل کې مُحتکِر انسان باید د یو مناسب وخت لپاره حبس (بندي) شي.

د امام مالک ــ رحمه الله ــ له نظره:
که چېرې د یو تاجرد احتکارله کبله ښاریانو او عامو خلکو ته زیان ورسېږي؛ نو په دې صورت کې به ددې تاجر مخه نیول کېږي.

د امام شافعِي صاحب له نظره:
نوموړی وائي چې: احتکار په هغو شیانوکې چې خوړل کېږي نه رامنځ ته کېږي؛ او دده په نزد احتکار دېته ویل کېږي چې یو تن د قیمتۍ پر مهال یو څه واخلي؛ تر څو یې له ځان سره تر هغه وخته پورې خوندي وساتي چې قیمت یې خورا لوړ شي؛ او په دې توګه سره د خپل اصلي قیمت څخه څو چنده ګټه ترلاسه کړي، او ددې کار څخه یې بنسټیز هدف دا وي چې تر څو خلک مجبوره او په تنګ شي او په بازار کې یې په خورا لوړ قیمت واخلي، البته د امام شافعي ــ رحمه الله ــ د مذهب یو لړ پیروان دا کار حرام نه، بلکې مکروه یې ګڼي. [المجموع شرح المهذب ــ د امام نووي صاحب لیکنه ــ ۱۳ جلد ص ۴۴ نه تر ۴۹].

د امام أحمد بن حنبل صاحب له نظره:
نوموړې په دې اړه وائي چې: په اسلام کې احتکار یوحرام او ناروا کار ګڼل کېږي، ځکه چې زمونږ لارښود پیغمبر اکرم
ــ صلی الله علیه وسلم ـ ارشاد فرمائي: (مَنْ احتَکَرَ فَهُوَ خَاطِئٌ). [أخرجه مسلم في کتاب المساقاة و المزارعة، بشرح النووي ۱۱ جلد ـ ص ۴۳].
ژباړه: چا چې احتکار وکړ؛ نو هغه په حقیقت کې خطا کار دی.

د احتکار درې ګوني شرطونه:
امام قدامه ــ رحمه الله ــ پخپل یو کتاب (المُغني و الشرح الکبیر) کې د احتکار په اړه وائي چې: احتکار کوونکې شخص باید د مال اخستونکی شخص وي؛ نو که چېرې یې یو څه له ځان سره ښار ته راوړل او یا یې د خپل پخواني مال (لکه: خوراکي او د ذخیره شوو موادو څخه) یو څه ښار ته را داخل کړل؛ خوخرڅ یې نه کړي؛ بلکې له ځان سره یې په ګودامونو کې ذخیره وساتي؛ نو دې ډول شخص ته مونږ احتکار کوونکی نشو ویلای.

احتکار هغه مهال رامنځ ته کېږي چې کله پکې دا درې ګوني شرطونه وموندل شي؛ لکه:
لومړی شرط: دا چې مُحتکر شخص په خپله د مال اخستونکی وي؛ نو که چېرې داسې وشي چې یو څه واخلي؛ او یا خپلو غلو دانو څخه یو څه د خپل ځان سره ذخیره کړي؛ نو دا په احتکار کې نه راځي.

دویم شرط: دا چې اخستل شوی مال د خلکو خواړه وي؛ دا په دې معنا چې که چیرې یو څوک حلوا، عسل، غوړي او د څارویو واښه او علف واخلي او دا شیان بیا له ځان سره ذخیره وساتي؛ نو دا په احتکار کې نه راځي.

درېیم شرط: دا چې دا احتکار باید په داسې مال کې وي چې که چیرې هغه په خلکو باندی بند شي؛ نو د هغې له کبله خلک له سختۍ سره مخامخ شي. [المُغني و الشرح الکبیر لابن قدامه ــ ۴ جلد].

د پورتنیو خبرو لنډیز:
دا چې ولې احتکار په اسلامي شریعت کې حرام او ناروا ګڼل شوی دی، په دې کار کې د سترو حکمتونو څخه یوڅه دادي چې: په احتکار کې عامو خلکو ته ضرر اړول کېږي، خواړه د ژوند د مهمو او بنسټیزو درې ګونو اړتیاوو (کور، لباس) څخه یوه مهمه اړتیا ده؛ د همدې له کبله په سیمه کې د خوړو بیه لوړیږي، او د دې کار د حراموالي اساسي علت د عامو خلکو څخه د ضرر او زیان له منځه وړل دي. زمونږ تاجران وروڼه باید په دې خبره باندې پوه وي چې: که چیرې په یوه سیمه کې تاجران په دې کار باندې سره سلا مشوره وکړي او ووائي چې: مونږ به نور ترهغه وخته پورې خپل تجارتي مالونه نه خرڅوو تر څو پوری یې چې بیه او نرخ لوړ شي؛ نو دوی دې په دې باندې پوه شي چې دوی په خپلو دې مالونو کې احتکار او د اسلامي شریعت پر خلاف پرېکړه ترسره کړې ده، ځکه چې د دوی په دې کار سره په ټولنه کې د فقر او بې وزلیتوب ګراف لوړیږي او په ورته وخت کې پرعامو او بې وزلو خلکو باندې په ژوند کې اقتصادي فشارونه هم زیاتېږي؛ او خلک له مالي تلفاتو سره مخامخ کېږي. دا چې اسلام د عدل او ګټې دین دی، تاسې ووائي چې: خلکو ته د هغوی د ژوند په اساسي اړتیاوو کې زیان رسول، آیا له ظلم او فساد پرته بل څه کېدلی شي؟

قرآن کریم مونږ له دې ډول زیانمنو کارونو څخه څوارلس سوه (1400) کاله وړاندې منع کړي یو او په ډاګه سره یې مونږ ته فرمایلي دي چې: (وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ) (الشعراء: ۱۸۳).
ژباړه: د خلکو مالونه مه راکموئ (په وزن کولو او تللو کې یې کم مه ورکوئ، او د هغوی حقوق مه تلف کوئ) او په ځمکه کې د فساد کوونکو څخه مه ګرځئ.

هغه مالونه چې احتکار کول پکې حرام ګڼل شوی دی:

د امام ابوحنیفه ــ رحمه الله ــ د مذهب له نظره:
د امام ابوحنیفه ــ رحمه الله ــ په مذهب کې د هغه د مشهورو شاګردانو څخه په دې اړه د امام ابویوسف ــ رحمه الله ــ نظر دادی چې وائي: په اصل کې احتکار په ټولو مالونو کې رامنځ ته کېدلی شي؛ دا ځکه چې د خلکو خوراکي او یا هم غیر خوراکي توکي چې عامو خلکو ته پکې ضرر وي؛ نو دې کار ته احتکار ویلی شو، او دا کار په اسلامي شریعت کې ځکه مکروه او بد ګڼل شوی دی چې خلکو ته پکې مالي تلفات را منځ ته کېږي، او دا یوازې د خلکو په خوړو او د څارویو تر وښو پورې منحصره او تړلې خبره نه ده.

د امام شافعي ــ رحمه الله ــ له نظره:
د امام شافعي ــ رحمه الله ــ په مذهب کې هم د نورو مذاهبوپه څېر احتکار حرام عمل ګڼل شوی دی؛ او په ځانګړې توګه په هغو خوړو کې چې کله د ا خواړه د انسانانو او د څارویو د غذائي توکو په توګه کارول کېږي. بیا امام شافعي ــ رحمه الله ــ دا خبره لږه نوره هم واضح کوي او وائي چې: د احتکار مسئله یوازې تر غذائي توکو پورې منحصره نه ده، بلکې کېدلی شي چې دا په لباس او پوښاک کې هم رامنځ ته شي او د مالونو په بندولو سره خلکو ته زیان ورسېږي؛ مثلاً: د ژمې په سختو او سړو شپو کې معلومه خبره ده چې خلک ګرمو لباسونوته اړتیا لري او یا هم د جهاد په وخت کې د عسکرو او جنګیالیو د یو ځای څخه بل ځای ته د نقلولو لپاره د سفر وسائلو لپاره شتون خورا اړین ګڼل کېږي؛ نو د ژمي په څېر په سړو او سختو ورځو او شپو کې د لباس بندول؛ او یا هم د جنګ په تودو ورځو او حساسو شېبو کې پر خلکو باندې د حمل و نقل د وسائلو په بندولو سره خلکو ته خورا لوی زیان رسول کېږي (حتی کیدای شي چې د همدې احتکار له کبله دغه ډول خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي) [نهایةُ المحتاج ۳ جلد ۴۲۷ مخ].

د امام احمد بن حنبل ــ رحمه الله ــ له نظره:
مخکې مو هم وویل چې: ځینې فقهاوو احتکار په هغه ډول شیانو کې حرام ګڼلی دی کوم چې: د عامو خلکو خواړه او خوراکي توکي وي؛ خو له دې پرته مثلاً: که چېرې روغني ډوډۍ؛ یا خواږه شیان لکه عسل، یاهم خوراکي توکي وي؛ لکه:
غوړي او داسې نور څه وي او یاهم دا دڅارویو واښه وي؛ نو په دې ډول اجناسو کې احتکار که څوک وکړي؛ نو حرام نه ګڼل کېږي. [المُغني و الشرح الکبیر ۴ جلد ۲۸۳ ص].

د امام مالک ــ رحمه الله ــ له نظره:
امام مالک ــ رحمه الله ــ هم د امام ابوحنیفه ــ رحمه الله ـ په څېر وائي چې: احتکار په هر څه کې رامنځ ته کېدلی شي، که دا د متعلمینو او د پوهنتون د محصلینو کتابونه وي، یا خوراکي توکي وي؛ لکه: غوړي، عسل، او حتی که د زعفران په څېر بوټي او یا دېته ورته نور داسې مهم خواړه وي، یا هم د ژمي په موسم کې پشمي لباسونه (یا هم مهم ژمني لباسونه لکه: بالاپوش، جامپرې او یا هم لکه چرمي بوټونه) وي.

په دې اړه تر ټولو راجح نظر:
په دې اړه تر ټولو راجح او غوره نظر هماغه ترسترګو کېږي، کوم چې د امام ابوحنیفه ــ رحمه الله ـــ د شاګردانو او دامام مالک صاحب دی، ځکه د دوی له نظره د خلکو ضروریتونه یوازې تر خوړو پورې منحصر نه دی، بلکې لکه څرنګه چې وچې ډوډۍ ته اړتیا لري؛ نو په عین شکل غوړو او همدارنګه لباس ته هم اړتیا لري.

البته هغه ډول فقهاؤو چې ویلي ئې دي: احتکار یوازې په خوړو کې رامنځ ته کېدلی شي؛ نو دا ددې له کبله چې دوی په هماغه وخت کې د خلکو اساسي ضرورتونو ته په کتلو سره دا خبره کړې ده؛ نو ځکه یې خلک په خوړو او غذائي توکو کې له احتکار څخه منع کړي دي؛ خو په اوسني عصر کې د خلکو اړتیاوې خورا زیاتې او هیلې او آرزوګانې یې هم لوړې شوي دي؛ تر دې پورې چې اوس خلک د هغه شیانو هیله او آرزو ساتي چې پخوا یې هېڅ شتون نه درلود. دبېلګې په ډول: که چېرې پخوا یې یوازې صابون ته اړتیا درلوده؛ نو اوس برق او موټر ته هم اړتیا لري، همدا راز د خوراکي توکو تر څنګ په اوسني نړۍ کې یو معاصر مسلمان اوس په خوږو شیانو کې عسلو ته هم اړتیا لري؛ او سربېره پر دې په اوسني عصر کې یو لړ خوړونکو او څښونکو شیانو ته هم اړتیا لري. دا پورتني وسائل په دې عصر کې اوس دومره اړین ګرځېدلي دي چې اوس یو معاصر مسلمان ورڅخه بې نیازه او پرته له دې شیانوڅخه په پوره هوساینې سره ژوند نشي کولی، نو له همدې کبله ددې شیانو د خرڅلاو بندول د احتکار په ډله کې راځي.

همداراز ددې لپاره چې دا خبره مو لږه نوره هم څرګنده کړي وي؛ نو یو ځل بیا ستاسې پام هغه حدیث شریف ته را اړوو چې: نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ـــ ارشاد فرمائي: ” لَا یَحْتَکِرُ إِلّا خَاطِئٌ”.

ژباړه: څوک چې خپل مال انبار کړي (په ګودامونو کې یې د دې لپاره تر څو قیمته او بیه یې لوړه شي، بند وساتي؛ اوغواړي چې په هغې سره پر مسلمانانو باندې مالونه اواجناس قیمته وپلوري)؛ نو دا خطاکار (انسان) دی.

اوس شاید د ګرانولوستونکو لپاره د احتکار خبره لږه نوره هم څرګنده شوي وي چې: دا ټولې نبوي ملغلرې د احتکار د تحریم (ناروا والي) لپاره دي؛ او دلته د احتکار په اړه عمومي خبره شوې ده؛ اودا پخپله مونږ ته ددې ښودنه کوي چې: لکه څرنګه چې د هر عصر او ځای دخلکو غوښتنې او اړتیاوې سره تفاوت لري؛ نو ځکه په هر هغه څه کې چې که خوراکي توکي وي او یا داسې نورڅه وي؛ او خلک ورته اړتیا ولري؛ له احتکار څخه یې باید مسلمان تاجران خپل ځانونه وساتي.

د پورتنیو خبرو لنډیز:
که چېرې په يوه ټولنه کې احتکار رامنځ ته شي؛ نو معلومه خبره ده چې هلته به په خلکو باندې د ژوند کړۍ راتنګه او له ستونزو سره به خلک مخامخ کېږي؛ په اقتصادي لحاظ به له فقر او تنګسیا سره خلک لاس او ګرېوان کېږي؛ او د ژوند اړتیاوې به یې نورې هم زیاتیږي؛ نو ځکه احتکار په اسلامي شریعت کې ناروا ګڼل شوی دی. مسلمانو تاجرو وروڼو ته ښائي چې له دې بدمرغه کار څخه ډډه وکړي؛ تر څو د دوی دا کار د عاموخلکود زورولواو هغوی ته د اذیت رسولو سبب ونه ګرځي. لوی څښتن تعالی مونږ ته سپارښتنه کړې ده تر څو له یو بل سره د نیکیو په کارونو کې مرسته او ملاتړ او له بدیو څخه خپل ځانونه لرې وساتو.

ددې مقالې په پای کې به ددې خبرې یو ځل بیا یادونه وکړو چې: احتکار یوازې په ارتزاقي او خوراکي توکو کې نه رامنځ ته کېږي (لکه ځینو فقهاؤو کرامو چې مخکې همداسې ویلی ؤو) بلکې احتکار په هر هغه څه کې چې خلک ورته سخته اړتیا ولري؛ که هغه خوراکي توکي وي؛ یا هم مشروبات او څښونکي مواد وي او یا هم لباس وي رامنځ ته کېدلی شي؛ او مونږ د احتکار څخه په عمومي توګه منع شوي یو؛ او د احتکار د تحریم څخه اساسي هدف دادی چې تر څو عامو خلکو ته پکې ضرر ونه رسېږي؛ او لکه څرنګه چې د خلکو ضرورتونه هم د وخت او ځای سره بدلېږي؛ نو ځکه د احتکار حکم هم په دې اوسني عصر کې ډېرو اساسي شیانو ته شامل کېدلی شي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): [المصباح المنیر للفیومي ۱ جلد/۱۴۵ مخ].
(۲): [الاِخیتارات لتعلیل المختار لابن مودودي الموصلي ج ۴/ ۱۶۱ مخ].
(۳): احیاء علوم الدین د امام غزالي صاحب کتاب جلد ۲ ۶۹ صفحه
(۴): [اخرجه ابن ماجه في کتاب التجارات برقم ]