افغانستان

په ایران کې پنځه زره افغانان بندیان دي

(سپوږمۍ راډیو):

په ایران کې پنځه زره افغانان بندیان دي

د ایران د عدلیې وزیر له خپل افغان سیال سره په خبرو کې ویلي چې دمګړی د ایران په زندانونو کې نږدې پنځه زره افغانان بندیان دي. دده په خبره دغه کسان ډېره برخه یې د نشه يي توکو د د کارو بار په تور نیول شوي دي. علي رضا اوايي وايي چې په افغانستان کې هم نږدې ۲۲ ایرانیان د بېلو جرمونو په تور بندیان دي. د دواړو هېوادونو د عدلیې وزیرانو د بندیانو پر تبادلې او په عدلیې او قضايي برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د هېواد د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور په دې لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په برخه کې تړونونو ته ژمن دی او له ایران یې غوښتي چې د افغان بندیانو د بدلولو او لېږدولو په پروسه کې همکاري وکړي. ایران وايي چې له تېر کال راهیسې یې تر دې دمه ۶۵۰ زندانیان افغانستان ته لېږلي دي خو زرګونه لا هم په ایران کې بندیان دي. دواړو لورو په دې تړاو د همکارۍ یو سند هم لاسلیک کړی دی.