افغانستان

ملا برادر په اسلام اباد کې تر درملنې لاندې دی

(سپوږمۍ راډیو):

ملا برادر په اسلام اباد کې تر درملنې لاندې دی

د طالبانو خوشی شوی مشر ملا غني برادر په اسلام اباد کې تر درملنې لاندې دی. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې ملا برادر د شکرې په ناروغۍ اخته دی او ډاکټرانو ډاډ ورکړی، چې روغتیايي وضع به یې ژر ښه شي. اټکل کیږي، چې افغان حکومت به ددې اوونۍ په اوږدو کې له پاکستان وغواړي، چې ملا برادر افغان حکومت ته وسپاري، خو ویل کیږي طالبان غواړي نوموړی قطر ته ولیږدول شي. ویل کیږي چې نوموړی د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ثاني په غوښتنه، چې په دې وروستیو کې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی و، خوشی شوی دی. طالبان وايي، داسې اټکل دی، چې امریکا ددې ډلې یو شمېر نور بندیان هم خوشي کړي او د سولې روانې خبرې بریالیتوب ته نږدې شي.