افغانستان

په میدان ښار کې ځانمرګي برید پنځه کسه وژلي دي

(سپوږمۍ راډیو):

په میدان ښار کې ځانمرګي برید پنځه کسه وژلي دي

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ځانمرګی برید شوی دی. د لومړنیو راپورونو له مخې برید پر یوه نظامي سیمه شوی دی. بل لور ته د میدان وردګ ولایت د والي ویاند سپوږمۍ راډیو ته ویلي چې په پېښه کې پنځه کسه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د عبدالرحمن منګل په خبره کله چې افغان پولیس له خپلې قرار ګاه راوځي نو سراچه ډوله موټر پر دوی برید کوي. دده په وینا تر اوسه د پېښې په اړه ټول معلومات نشته دي خو څېړنې پيل شوې دي. دده په خبره وژل شوي او ټپیان ټول پولیس دي. منګل همدا راز وايي چې دغه شمېره وروستۍ نه ده او ښايي بدلون پکې راشي. په دې اړه نور جزیات وروسته وړاندې کېږي….