افغانستان

د کندهار د انارو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي

(سپوږمۍ راډیو):

د کندهار د انارو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي

د کندهار ولایت د کرنې ریاست وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات زیات شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ الله سعیدي ویلي چې سږ کال په کندهار کې انار د کيفیت او کیمیت له پلوه ډېر ښه وو او تر دې مهاله له کندهاره څه باندې ۲۶ زره ټنه انار پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او هندوستان ته صادر شوي دي. د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې روان کال په دغه ولایت کې له باغونو ۱۵۰ زره مټریک ټنه انار راټول او بهر ته صادر شي. د سعیدي د معلوماتو له مخې، تېر کال په کندهار کې د انارو د ونو حاصلات ۱۲۵ زره مټریک ټنه وو.