افغانستان

بیات بنیاد په کابل کې له رابعه بلخي لیسې سره یو لړ مرستې وکړې

(اریانا نیوز):

بیات بنیاد د کابل ښار د رابعه بلخي په لیسه کې د اوبو ژوره څاه وکیندله، د دې لیسې د انګړ دروازه یې ولګوله او یو پرینتر یې هم په واک کې ورکړ.

بیات بنیاد د هېواد د پوهنې له نظام سره د مرستو پر دوام دا ځل د رابعه بلخي په ښوونځي کې د اوبو ژوره څاه وکیندله. دا په داسې حال کې ده، چې د دې ښوونځي زدکوونکي د اوبو له کمي سره مخ ول.

د بیات بنیاد لوی مشر د لیسې د زړې دروازې په لیدو خپه شو او دې ښوونځي ته یې نوې دروازه واخیسته، او یو پرېنتر یې هم په واک کې ورکړ.

د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات وایي؛ په اوسنیو شرایطو کې، چې د اوبو بحران دی په دې ښوونځي کې د څاه کیندل د زدکوونکیو د ودې او پرمختګ لپاره یو بنسټیز ګام دی او غوښتنه مې دا ده، چې له دې څاه څخه سمه ګټه پورته شي.

ښاغلي بیات دا هم څرګنده کړه، چې ښکلی او آباد ښار اوبه غواړي؛ خو د اوبو د کموالي کړکېچ ټول هېواد نیولی او د ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره باید اوبه سمې ولګول شي.

د کابل ښار د پوهنې رییس  ضمیر گوارا له پوهنیز نظام سره د بیات بنیاد مرستې ګټورې وبللې او وایي، چې د دې بنسټ مرستې تل بې مقصده وي.

د رابعه بلخي ښوونځي مدیره نادره نادري د بیات بنیاد دوامره مرستې ستایي او وایي، چې د مرستو دا بهیر دې روان وساتل شي.

بیات بنیاد له نږدې څوارلس کلونو راهیسې د پوهنې، روغتیا، زیربنایي برخو، د انرژۍ د تولید او کرنې په برخو کې بشردوستانه مرستې کړې دي.