افغانستان

د ملا برادر خوشې کیدل د سولې پر خبرو اغېز نلري- کارپوهان

(اریانا نیوز):

کارپوهانو ویلي، چې په پاکستان کې له بنده د ملا برادر خوشې کیدل به د سولې خبرو ته د زمینې له برابرولو سره مرسته ونکړي.

له هغې وروسته، چې امریکا د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې پیل کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د هغه هېواد استازي په قطر کې د طالبانو له استازیو سره وکتل او د طالبانو یو مهم غړی ملا برادر په پاکستان کې د هغه هېواد له زندانه خوشې شو. په افغانستان کې ځینو کارپوهانو د سولې مساله د امریکا لوبه وګڼله او څرګنده یې کړه، چې امریکا د خپل دوامدار حضور لپاره له هر غوراوي کار اخلي او د افغانستان سولې ته ژمنتیا نلري.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې امریکا تل له طالبانو سره مخامخ اړیکې درلودې؛ خو په افغانستان کې یې د سولې راوستو لپاره هیڅ جدي اقدام نه دی کړی.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وایي، چې: امریکا تل له طالبانو سره نېغې اړیکې درلودې او امریکا د خلکو په پرتله طالبان غوره ګڼلي؛ ځکه د خپلې لوبې پر لوري روانه ده. دغه هېواد نه پر پاکستان فشار راوړی او نه یې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره څه کړي دي. امریکا د خپل دوامدار حضور لپاره له هر غوراوي کار اخلي.

سیاسي فعال رحمت الله بیژنپور وایي: امریکا په افغانستان کې خپله نوې سناریو لوبوي؛ غواړي ملا برادر راوړاندې او مطرح کړي؛ ځکه، چې طالبان بل اغېز من مشر نلري. امریکا هیڅکله ندي غوښتي، چې په افغانستان کې سوله خوندي شي. که داسې نه وي امریکا د افغانستان د سولې په اړه په لږ وخت او ان په یوه اوونۍ کې  پایلې ته رسیږي.          

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د افغانستان د سولې لپاره اړتیا دا ده، چې د نړیوالې ټولنې لخوا پر پاکستان رښتیني فشارونه راشي او دا هېواد د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د امریکا د سولې له طرحې هرکلی کړی او هیله من دی، چې هڅې یې د سولې د خبرو پیل شي.

هغه دا  ټینګار هم کوي، چې پر پاکستان باید نړیوال فشارونه زیات شي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ ریښې وچې شي.

زلمی خلیلزاد څه موده مخکې افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او قطر هېوادونو ته په سفر کې د دې هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو تر څنګ د طالبانو له استازیو سره هم کتلي وه. اوس ولیدل شي، چې دا هڅې به څه پایله ولري.

خبریال: رفیع صدیقي