ټیکنالوژي

د انټرنېټ په اړه شپږ (۶) جالب ټکي

عاطف همدرد ـ پښتو بهیر ویب پاڼه

فکر کوم د انټرنېټ د پیژندلو لپاره یوازې د انټرنېټ نوم هم بسنه کوي. په اوس وخت کې انټرنېت زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې ده. په دې لنډه لیکنه کې درسره د انټرنېټ پورې اړوند شپږ (۶) جالب ټکي شریکوو، چې پوهیدل پرې ضروري دي.

۱. د انټرنېټ کاروونکي: د نړۍ  ۵۵ سلنه وګړي چې شمیر یې شاوخوا ۴۰۰۰ میلیونو ته رسیږي، د انټرنېټ له اسانتیاوو برخمن دي. د ۲۰۱۸ میلادي کال د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې د انترنېټ د کارونکو شمیر شاوخوا ۵ میلیونو ته رسیږي.

۲. ویب پاڼې: د ۲۰۱۸ کال د معلوماتو پر اساس په انټرنېټ کې له ۱۸۰۰ میلیونو څخه زیاتې ویب پاڼې شتون لري. په داسې حال کې چې د ۱۹۹۱ میلادي کال څخه مخکې هیڅ ویب پاڼې شتون نه درلود.

۳. لومړۍ ویب پاڼه: انټرنېټ کې لومړنۍ ویب پاڼه په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د Symbolics.com په نوم ثبت شوې ده. په داسې حال کې چې اوس په هر ساعت کې له پنځه زرو څخه زیاتې ویب پاڼې ثبت کیږي.

۴. د انټرنېټ چټکتیا: په نړۍ کې تر ټولو چټک انټرنېټ په جنوبي کوریا کې استعمالیږي، چې د چټکتیا سرعت یې په ثانیه کې ۲۸ ام بې ته رسیږي.

۵. ټولنیزې رسنۍ: انټرنېټ د ټولنیزو رسینو لکه فیسبوک، انسټګرام او نورو له امله خورا ډیر مشهور شوی دی. یعنې همدې ټولنیزو رسنیو د انټرنېټ نړۍ ته پراختیا ورکړې او په خلکو کې محبوب دی.

۶. نور جالب حقیقتونه: د انټرنېټ ۵۰ فیصده کاروونکي یوازې ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، ټویټر او انسټګرام کاروي. د نړۍ په سطحه د چین او امریکا هیوادونه د انټرنېټ زیات کاروونکي لري.

په انټرنېټ کې ۸۰ فیصده معلومات او ویب پاڼې په انګلیسي ژبه دي.

سرچینه: پښتو بهیر