ټیکنالوژي

د ایپل کمپنۍ په اړه لس (۱۰) جالب حقیقتونه

عاطف همدرد ـ پښتو بهیر ویب پاڼه

د ټکنالوژۍ په برخه کې ایپل د نړۍ یو له مشهورو کمپنیو څخه ده، چې مهم محصولات یې ایفون، ایپډ، او نور دي. په دې لنډه لیکنه کې درسره د ایپل شرکت هغه جالب ټکي شریکوو، چې  تر اوسه به مو نه وي اوریدلي.

۱. د ۲۰۱۲ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ایپل کمپنۍ دومره زیاتې پیسې لاسته راوړې، که چیرې د هغه وخت ګوګل، فیسبوک او امیزون شرکتونو عواید سره جمع شوي وای، نو بیا هم د ایپل شرکت عواید ترې زیات وو.

۲. د ایپل په آپ سټور کې ۶۰ سلنه داسې اپلیکیشنونه هم شته، چې تر اوسه پورې یو ځل هم نه دې ډاونلوډ (ښکته) شوي.

۳. کله چې د ایفون موبایل نوې نسخه بازار ته وړاندې شي، نو د جاپان یو شخص تر ۶ میاشتو پورې هم په دې انتظار وي، چې کله به یې نوبت رارسیږي تر څو ایفیون موبایل واخلي.

۴.  ایپل کمپیوټر ته نژدې سیګریټ څکولو سره د ایپل کمپيوټر ورنټي یا د تضمین نیټه  پای ته رسیږي.

۵. د ایپل شرکت بنسټ ایښودونکی سټیو جابز په ۲۵ کلنۍ کې کروړ پتي شو.

۶. ایپل شرکت په هره ثانیه کې له یو نیم زرو ډالرو څخه زیاتې پیسې ګټي.

۷. ایپل شرکت په ټوله نړۍ کې له یو لک او درویشت زرو څخه زیات کارمندان لري.

۸. ایپل شرکت په لومړیو کلونو کې له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ و، چې تر ټولو غټ مشکل یې د پیسو نه شتون وو.

۹. ایپل شرکت کې  ۳۵ سلنه کارمندان د هندوستان له هیواد څخه دي.

۱۰. په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ایپل شرکت ۴۰۰ میلیونه ایفون موبایلونه وپلورل شول، چې نوموړی کال د ایپل شرکت لپاره تر ټولو غوره کال وو.

سرچینه: پښتو بهیر