ټیکنالوژي

هیکرانو د فیسبوک کاروونکو زرګونه شخصي پیغامونه د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره پاڼه فیسبوک په تېره نیږدې کې د هیکرانو له سختو بریدونو سره مخ شوې ده، چې یوازې د روان کال په سپتمبر میاشت کې یې د ۹۰ ملیونه کاروونکو معلومات غلا کړي دي.

اوس نوي راپورونه زیاتوي چې هیکران د فیسبوک کاروونکو معلوماتو په غلا توانیدلي، پر انټرنیټ یې د زرګونو فیسبوک کاروونکو شخصي پیغامونه د پيسو په بدل کې ددوی په ناخبرۍ کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي دي.

د ورکړل شوي راپور سره سم ویل شوي چې لږ تر لږه د ۸۱ زره فیسبوک کاروونکو شخصي پبغامونه په ژوندۍ بڼه د انټرنیټ له لارې خرڅلاو ته وړاندې شوي دي، چې زیاتره کاروونکي یې د امریکا، انګلستان، روسیه، اوکراین او برازیل هېوادونو دي.

په دغه سوداګرۍ کې یوه شریک کس رسنیو ته ویلي دي چې ددوی سره شاوخوا ۱۲۰ ملیونه اکاونټونو معلومات شته دي چې ټول یې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یوه اکاونټ معلوماتو ورکولو په بدل کې د یوې افغانۍ وړاندیز کړی دی، دغه مسئله د روان کال سپتمبر میاشتې راهیسې پېل شوې، چې د (FB Seller) په نوم یوه هیکر د معلوماتو خرڅولو لپاره وړاندیز کړی و.

یاد هیکر په پوسټ کې کاږلي وو: «مونږ د فیسبوک کاروونکو شخصي معلومات او پیغامونه د خرڅلاو لپاره وړاندې کوو، زمونږ سره تر ۱۲۰ ملیونو زیات اکاونټونو معلومات موجود دي».

ددې سربېره نور ۷۶ زره اکاونټونو معلومات لکه (استوګنځای، ایمیل او د مبایل شمېرې) هم د هیکرانو په لاس کې دي، چې شاید دغې کارکوونکو خپل معلومات په پټ ساتلو کې ناغیړي کړي وي.

ځینو خبریالانو هغو کسانو سره چې پیغامات یې د انټرنیټ له لارې خرڅلاو ته وړاندې شوي په اړه پوښتنې وشوې، دوی د خپلو شخصي پیغاماتو د پټيېدو پخلی کړی.

په یوه پیغام کې لیدل شوي چې یوه کس د خپلو خپلوانو څخه د شکایت کولو پیغامونه استولي دي، همدا ډول نور پیغامات هم شتون لري چې خلکو په کې خپلې ستونزې، ګیلې یا نور معلومات له بل چا سره شریک کړي وي.

له بل اړخه فیسبوک په دې اړه خپلو کاروونکو ته ډاډ ورکوي چې کاروونکي دې یې د فیسبوک په سیکورټي پوره باور ولري، دوی هڅې کوي چې د نورو کاروونکو د معلوماتو غلا کولو مخه نیسي او په دې اړه اړین ګامونه پورته کوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: هیکرانو د فیسبوک کاروونکو زرګونه شخصي پیغامونه د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي

سرچینه: نن ټکی اسیا