خبرپاڼې

د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفترد استازو د ګډون په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

(الاماره):

د روان میلادي کال د نومبر د میاشتې په (۹) مه نیټه د روسې هیواد د مسکوپه ښار کې د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړیږي..

په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته هم بلنه رسیدلې او منل شوې ده.

په یاده غونډه کې به د اسلامي امارت د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی هېئت ګډون کوي؛ خو یوه خبره وضاحت ته اړتیا لري، هغه دا چې دغه کنفرانس له کوم جهت سره د مذاکراتو کنفرانس نه دی، بلکې په دغه کنفرانس کې به څيړنیز او هر اړخیز بحث کيږي چې څرنګه د افغانستان مسئله له سوله ایزې لارې حل او امریکايي اشغال پای ته ورسیږي.

په دې اړه به بیلابیل جهتونه او اشخاص خپل، خپل نظریات او دریځونه بیانوي، د اسلامي امارت استازي به هم د امریکايي اشغال د پای ته رسیدو په ګډون د مسئلې په ټولو اړخونو او همدا شان ګران هیواد او سیمې ته د امن او ټيکاو راګرځیدو په اړه به خپل نظر او دريځ ګډونوالوته واوروي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۸/۲/۱۴۴۰هـ ق
۱۵/۸/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/11/6م