ټیکنالوژي

نوی ځیرک موبایل چې دوه مخ‌پاڼې لري

د ځیرکو موبایلونو وړاندې کوونکو کمپنیو شمېر له بل هر وخت څخه زیات شوی او یوازې هغه کمپنۍ چې خپلو ځیرکو موبایلونو کې د پام وړ مختلفې او بیلوونکي ځانگړنې وړاندې کړي د کاروونکو په جذبولو بریالي کېږي.

یوې چېنايي کمپنۍ له نورو کمپنیو سره د رقابت او یو شمېر کاروونکو جذبولو لپاره هم مخکینۍ او هم شاتنۍ برخې کې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل جوړ کړی.

دغه چېنایۍ کمپنۍ چې نوبیا نومېږي د نوبیا اېکس په نوم د خپلې بڼې تر ټولو ځانگړی ځیرک موبایل معرفي کړی چې مخکینۍ برخه کې ۶٫۲۶ انچه اېچ ډي پلس اېل سي ډي ډوله مخ‌پاڼه لري خو شاتنۍ برخه کې يي هم ۵٫۱ انچه او اېل سي ډي ډوله مخ‌پاڼه ځای پر ځای شوې.

نوبیا کمپنۍ دغې ټکنالوژي سره د اخیستلو لپاره د مخکینۍ کامرې اړتیا له منځه وړلې او کاروونکي کولی شي د ځیرک موبایل اصلي کامرې سره خپلنۍ واخلي.

تر ټولو حیرانوونکې دا ده، چې شاتنۍ برخه کې شته مخ‌پاڼې بندولو سره رنگه ښیښې او تصویرونه ښکاري چې د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخې ته ځانگړې ښکلا ورکوي.

دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخې کې دوه کامرې چې یوه يي ۱۶ او بله يي ۲۴ مېگاپکسله ده ځای پر ځای شوي چې همدغه کامرې د خپلنۍ اخیستلو لپاره هم کارول کېږي.

نوبیا کمپنۍ ادعا کوي چې د دغې کامرې پورټرېټ موډ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د څېرې ځانگړنې، عمر، د پوټکی رنگ او نورو ځانگړونو څېړلو سره تر ټولو غوره خپلنۍ اخیستلو وړتیا لري.

شاتنۍ مخ‌پاڼې په مرسته هم کاروونکي د اصلي مخ‌پاڼې په توگه گټه پورته کولی شي او خپل ټولې اړتیاوې او فعالیتونه په کې ترسره کولی شي.

سربېره پر دې دغه ځیرک موبایل ۶ څخه تر ۸ گېگابایټ رم، ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا، سنپ ډراگن ۸۴۵ ډوله پروسېسره او ۳۸۰۰ ملي امپېر وړتیا لرونکې بېټرۍ هم لري.

دغه ځیرک موبایل کې دوه نانو سیمکارتونه هم کارول کېدی شي او انډرایډ ۸٫۱ اوریو ډوله عامل سیستم سره به وړاندې شي.

دغه ځیرک موبایل اوسمهال یوازې چین کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی چې ۶ گېگابایټ رم او ۶۴ گیگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه يي ۴۷۰ امریکايي ډالره او ۸ گېگابایټ رم او ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه يي ۶۲۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې.

سرچینه: نړۍ نیوز