خبرپاڼې خبرونه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې  په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه. په پیل کې جمهوررئیس د پنجشنبې په ماښام  د کابل ښار نادرپښتون واټ په مارکېټونو کې د اورلګېدنې له امله د اوښتې زیان په اړه خبرې وکړې او د دې مارکیټونو هټیوالو ته یې د خپلې همدردۍ مراتب وړاندې کړل او د اورلګېدني د رامنځته کېدو د ارزونې په موخه یې د کمېټې د ګمارلو ډاډ ورکړ.

د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د عامه شتمنیو د عملیاتي چارو د ساتنې او څارنې پالیسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنیسب کې تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د اقتصاد د وزیر، د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د رئیس او د کابینې د غړو د یادونو د اصلاحي نظریاتو مطابق سمه او بشپړه کړي. دغه راز د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالي کال ملي انکشافي بودجه کې د ضمیمې په توګه د (۲۵۴۹۵۶۵۷۰۳) افغانیو زیاتوالي په اړه د دې وزارت وړاندېز غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې د ۱۳۹۷مالي کال ملي انکشافي بودجه کې د ضمیمې په توګه یاد زیاتوالی تائید کړ.

وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د اوبو لګولو ملي پالیسۍ مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده مسوده په پرنیسب کې تائید او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یې موظف کړ چې یاده مسوده د ځمکې او اوبو عالي شورا ته د لا زیات بحث په موخه وړاندې او نهایي کړي.دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د افغانستان په وچو سیمو کې د اقلیم له بدلون سره جوړه د کرنې ملي پاليسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له غور او بحث وروسته یاده طرحه په پرنیسب کې تائید او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د اقتصاد وزیر او د کابینې د غړو د یادونو د اصلاحي نظریاتو مطابق سمه او د پلان تر بشپړولو وروسته دې اجرا کړي.

د غونډې په پای کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس د پایلو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) پر ځای د بدلون (CHANGE) برنامې طرحه د هغې له عمده برخو سره غونډې ته مطرح کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې موظف کړ چې د اړوندو ارګانونو په همکارۍ دې پر یادې طرحې د غونډې د یادونو مطابق بیا له سره کتنه وکړي او هغه دې له سمولو وروسته نهايي کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ