کلتور او ادب

چاپه (لنډه کيسه)

خالد رعد

لوی ماشومان يې څوک له ډوډۍ مخکې او څوک وروسته ويده شول. سړي چې ټوله ورځ يې په وتره پټو کې د غنمو په کرلو تېره کړې وه، يو لوی تور چای جوش يې مخته ايښی و او د شنو چايو يوه پياله يې ډکوله او بله تشوله. کوچني په خاپوړو ماشوم به يې کله پټکی ترې ړنګ کړ او کله به يې په خيټه پاس کيناست. ميرمنې يې څو ځله وراټه، خو ده په وروستي ځل ورته وويل چې مه کوه دا بچی مې ډير راباندې ګران دی، چې ويې وينم، ستړيا مې وخيژي.

ميرمنې مخ بلې خوا ته واړاوه او ورو يې وويل: کله دې هم ونه ويل چې راشم او ودې وينم؛ نو ستړيا مې ختمه شي.

وه ښځې! دا ماشومان هم په دې راباندې ګران دي چې ستا زامن دي.

ښه ښه، وخوره چای وخوره، تر ما دا تور چای جوش هم ډير درباندې ګران دی.

ستومانه سړي په وچو پتريو نيولو شوندو وخندل: تاسې ښځې هم چې د وريښمو په ټال کې وځنګوو، والله که خوشحاله شئ، هميش مو شونډې ځړولې وي، وايي تر سر يې نه يم اړولې.

د ښځې لاس په زانګو زنګولو ستړی شوی و، ورو ورو يې په بل لاس ټينګاوه او کړل يې: که په تا ګرانه وای د زانګو ګلبرينګانو ته به دې تيل راوړي وای، ته ګوره چې چغا يې خيژي او په دومره سختۍ زنګيږي چې لاس مې وچ کړي.

سړي د چای جوش وروستۍ پياله پر سر واړوله: هی هی! ته زما ستومانه او دردمن بدن ګوره او ته د دې ګيلې ګوره. ښځې! ارمان به مې وکړې او هلته به مې ګرانښت درته مالوم شي چې تورې خاورې راباندې امبار شي.

سړي ته ور ياد شول چې سبا يې هم د رود غاړې وتره شوي پټې په مخکې دي، په ښځه يې غږ کړل: هله ځای برابر کړه چې هسې ويده شم، ډير خوب راځي، ټوله کلا ويده ده او تا په ګيلو مانو شپه راباندې تيره کړه. ګوره چې سبا په خپل وخت ناشته راوليږې، زه سهار وختي د ملا له اذان سره وځم، ټيکټر والا سره مې وعده کړې ده.

د دوی کور په يوه پخوانۍ زړه کلا کې و، چې د ننه پکې له دوی پرته پنځه نورې کورنۍ هم اوسېدلې. د کلا لويې دروازې ته به غټه ټمبه پرته وه او يو لوی دروند ځنځير يې هم درلود، هسکو ديوالونو يې د کلا اوسيدونکي له غل غدوی بې غمه کړي و؛ ځکه خو يې د خپلو کورونو دروازې خلاصې پرېښودلې.

د شپې ناوخته يې کوچنی زوی له لوږې راويښ شو. دوی دواړو د هليکوفترو غږ واوريد، چې سوکه سوکه د کلا پر لور رانژدې کېده. سړي او ميرمنې يې د خير دعا وکړه او بيرته يې د ارام خوب په تمه په بالښتونو سرونه کيښودل،

خو د چورلکو غورهار دومره زيات شو چې د کوټې له تيرانو يې د دوی پر مخونو خاورې راتوی کړې.

شيبه وروسته د انفجار دروند غږ واوريدل شو. امريکايي او دولتي عسکرو د کلا لويه دروازه الوزولې وه. سړي او ښځې په وارخطايي له کړکۍ څخه د کلا منځ ته وکتل. ګڼ عسکر په ډير تلوار د کلا په نیمه بم وړې دروازه ورننوتل او د کورونو په انګړونو کې يې نارې شروع کړې: تسليم شئ تسليم شئ!. عسکرو بتۍ په سرونو پورې تړلې وې او د توپکونو پر ميلانو نصب شوي ليزرونه يې يوه او بله خوا اچول.

تي خوري ماشوم يې له خوبه ډکې سترګې په زور لوڅي کړې، د پلار تړلي لاسوني يې وليدل، چې دوو عسکرو له دواړو مټو نيولی او د کلا منځ ته يې کش کوي.

ميرمن يې په چيغو سر وه: د خدای روی ومنئ خاوند مې دی، وګورئ په خاورو ککړ د دهقاني کالي يې لا نه دي بدل کړي، مسلمانان يئ که کافران، د خدای لپاره خاوند مې پرېږدئ.

د کلا له نورو کورونو د ډزو غږونه واوريدل شول. يو عسکر رامخکې شو او د سړي لاسونه يې وکتل چې له تڼاکو ډک و: سربازه! همدا يې د ماين خښولو سړی دی، کار يې خلاص کړئ.

سړی په وينو کې لت پت لاسونه تړلی پروت و. ميرمن يې، چې حواس يې له لاسه ورکړي وو، يو عسکر ته کلکه څپېړه ورکړه. غوښتل يې له کوټې بوړی توپک راواخلي، خو عسکر پرې مسلسل ناتار ډزې وکړې. ښځه له لوړې برامدې لاندې انګړ ته له کمکي ماشوم سره راوغورځېده.

سهار لمر څيره کليوالو د جومات له لوډسپيکره اعلان واوريد: يو ضروري اعلان واورئ! بيګا په وچه کلا باندې امريکايانو چاپه وهلې او ۲۱ کسان يې په شهادت رسولي دي، کليوال دې کلا او هديرې ته ځانونه ورسوي، اعلان دوه ځله نور هم تکرار شو.

شيبه وروسته کلا له خلکو ډکه وه. تي خوري ماشوم خپل مات شوی په وينو لړلی سر د مور په څنګل ايښی و، خوله يې په خاورو ککړه وه او دواړه موټي يې له خاورو ډک وو، نورو ماشومانو له برامدې څخه د خلکو ګڼې ګوڼې ته رډ رډ کتل، خو نه پوهيدل چې کيسه ده.

کليوال ايله مازديګر له جنازو، قبرونه کيندلو او د شهيدانو له دفن کولو خلاص شول. ماښام يې د راديوګانو او تلويزيونونو په ماښامنۍ خبري خپرونو کې واوريدل، چې د قاطع ملاتړ او صفر يک قطعې ځواکونو د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د شپنۍ چاپې په مهال ۳۰ تنه دهشتګر وژلي او يو شمېر يې ژوندي نيولي دي.

سرچینه: نن ټکی اسیا