خبرپاڼې خبرونه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د خاص ارزګان، د غزني ولایت د مالستان او جاغوري، د فراه ولایت د قلعه کا او د غور ولایت د چهارسدې ولسوالیو عمومي امنیتي وضعیت په اړه بحث او ارزونه وشوه. غونډې د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ولسوالیو واضح انځور او امنيتي پلان وړاندې کړي، دغه راز دې د  ګواښونو د لمنځه وړلو او امنیت د تامین په موخه عاجل او په موقع اقدامات ترسره کړي.

په دې غونډه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یادو ولسوالیو کې د هوايي ملاتړ ډاډ ورکړ، دېته ورته غونډې په یادو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو سره د خلکو عالي روحيه او هراړخیزه همکاري وستایله. د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندانۍ په دې غونډه کې د ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۱۵ قول اردوګانو د اکمالاتو او میدان وردګ –زابل لومړۍ نمبر لویې لارې د امنیت په اړه هم بحث وشو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ