دیني لیکنې

د دمشق نوري خیریه روغتون،د اسلامي تمدن زرین یادګار

ژباړن: محمد عمران درانی

مخینه ۸۶۲ کاله
موقیعت:

نوري روغتون د دمشق ښار په زړه کې د اموي جامع جومات سویل لویدیځ او د حمیدیه بازار ختیځ خواته پروت دی.
تاریخي لرلید: دغه روغتون په ۷۴۳ هجري قمري (۱۱۵۴م) کال کې د عادل واکمن نورالدین محمود زنګي (رحمه الله( د واکمنۍ پر مهال بنا او جوړ شو، چې ۱۳۰۰بستره يې درلودل. د دې روغتون د جوړیدلو ځانګړې موخه او شرط د غریبو او حاجتمنو خلکو درملنه وه. خو سره له دې بیا هم بډای خلک ورته راتلل او تداوي کیدل، ځکه چې زیاتره درمل نورو ځایونو کې نه موندل کېدل او درمل یې هم وړيا وه.
ویل کېږي چې نورالدین محمود زنګي(رحمه الله) د خپلې ناروغۍ د تداوي لپاره دغه روغتون ته مراجعه وکړه او د ډاکتر په لارښوونه تر درمل خوړلو ورسته وویل چې د دې روغتون درمل ما او ټولو مسلمانانو ته زما په شان وړیا دي.
(ابن ابی صبیعه) له ډاکتر(رضی الدین الرحبی) نه را نقلوي او وایي چې رحبي به د دکې ترڅنګ کیناسته او هغه خلکو ته به يې نسخه لیکله چې روغتون ته به راتلل او له رغتون نه به یې درمل وړل. همدارنګه ناروغانو ته دناروغۍ د ښه کېدلو پوري د درملو ترڅنګ، ډوډۍ اوجامې هم وړیا ورکول کيدې.
په دې روغتون کې پر طبابت سربېره؛ د طبي علومو زدکړه هم کیدله، چې د نړۍ له لر او بر څخه خلک ورته د زدکړې او طبابت لپاره راتلل او هم زیات طبي کتابونه ورته وقف(خاص) شوي ول.
ترڅنګ يې لکه ابن سینا او زهراوي غوندې مشهوره ډاکټران هم دلته د ډیرې مودې لپاره پر طبابت بوخت ول.
ابن جبیر په۱۲مه پیړۍ کې د روغتون تر لیدلو ورسته وایي: (ډاکتران سهار وخته روغتون ته راځي او د ناروغانو د حالت له کتلو ورسته هغوی ته د درملو او ګټورو خوړو د خوړلو لارښوونه کوي.
د روغتون څانګې: نوري روغتون هم دنننیو پرمختللیو روغتونونو په شان ځانګړي څانګې لرلې او هرې برخې ته یې خپل متخصص ډاکتران درلودل، لکه داخله څانګه، د سترګو ناروغیو اوجراحي څانګه او بله څانګه یې هم د عقلي او عصبی ناروغیو لپاره ځانګړې شوي وه.

اخځونه:
دابن جبیر یون لیک،(۶۱۴هجري وفات).
عیون الانبا‌‌ء في الطبقات الاطباء، تالیف ابن ابی صبیعة الانصاري (۶۶۸هجري وفات).
عیون الروضتین فی الاخبار دولتین، تالیف ابوشامه دمشقی (۶۶۵هجري وفات).

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د دمشق نوري خیریه روغتون،د اسلامي تمدن زرین یادګار

سرچینه: نن ټکی اسیا