نظر او تحلیل

د حذف سیاست! / فیض ځلاند

لیکوال: ډاکټر فیض محمد ځلاند

ولسواکي د ولسونو د ګډون او مشارکت نظام دی، په ولسواکۍ کې د مخالفت وجود شرط دی، تر څو د سیاسي رقابت پر اساس د نظام مراندې پیاوړي شي. په ولسواکۍ کې د سیاست تعریف: د واک تر لاسه کول، ساتل او لیږدولو ته ویلی کیږي چې دا درې سره مرحلې د ځانګړې قانون په چوکاټ کې تر سره کیږي.

له بده مرغه، هغوی چې نن په کابل کې د ولسواکۍ ناره په خوله ګرځوي، د بیان د ازادۍ شعار ورکوي، د سیاسي توپیر شتون ته لار هواروي، په ډېرو وړو نیوکو د مرګ تر ګواښه رسیږي، دومره کمزوری دریځ نیسي چې د دلیل ځواب په مرمۍ او ګذار ورکوي.

له تېرو څلورو کلنو د ګران وطن ټولې رسنۍ تر ژور سانسور لاندې دي، د پیاوړي منطق مخه د چوکۍ په رشوت، د حق سقوط په ورکړه او بلاخره د حذف تر حده د مخالف غږ د خاموشه کولو تر بریده ورسیده. موږ ته تش پنوم خپلواکي رسنۍ معلومې دي چې د غني غریب تر سیوري لاندې د سلاکارۍ تر دندو، د رسنیزو پروژو په ترسره کولو، د سفارتونو د اعلاناتو په نشرولو د ولس له ذهنیت سره مرګوني لوبه کوي. زموږ د ګران وطن د ښمنان ډېر دي خو تر ټولو ستر یې دا یو څو لوستي، عقدیان، باسېواده جاهلان، د پیسو او چوکیو غلامان دي چې زموږ د ولس له ویښتابه سره په مخالفت کې ولاړ دي.

موږ کله هم د تاوتریخوالي، د نه زغم خبره نه ده کړي، تل مو د حکومتي غږ ډبلو د درواغو دسیسې شنډې کړې، ددوی له ولسي ذهنیت سره لوبه مو ناکامه کړي، د ولس د ربړې او ستونزې غږ مو غبرګ کړی، خو دا چې د سرکار واک په خطر کې دی، بادار یې پخې په لړزه دي نو زور یې له موږ څخه په ترهه، وېره او وژنه (حذف) کې مختصره کړی ده.

زه په ډاډه زړه ویلی شم چې د نن افغان ځوان ستاسو په شومو موخو خبر دی، تاسو څیړلی، ارزولی او معلومولی شي، ستاسو په مخ د خزان څپیړه لږیدلي، ستاسو زوال حتمي دی، موږ ګټوونکي یو، موږ نه ویریږو، موږ په ډګر ولاړ یو.

د لیوني ارمان پوره شو

په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه!

شینواری ورورک دې راته ګل ګلذار وي! امین!

سرچینه: نن ټکی اسیا