ټیکنالوژي

د یویشتمې پیړۍ افغانې نجونې نور د پیریانو په ژبه نه غږیږي

د ټیکنالوژۍ په دې عصر کې افغانۍ پېغلې په دې وتوانېدلې، څو خپل غږ پورته او تر نورو یې ورسوي. د دې ټولنې ځینې ناوړه دودونه د دې لامل شوي، چې د ښځو پر مخ د پرمختګ نږدې ټولې دروازې وتړل شي. له ښوونځي، لېسې، پوهنتون او نورو علومو څخه په کلونو- کلونه بې برخې پاتې شوې. د دغسې نجونو پر ځان باور بیخي له لاسه ورکړی او ډېری یې آن په اروایی ستونزو اخته شوي.

د پېریانو په ژبه یې خپل مشاعر په ډاګه کړل، خو د پېرې خبرو ته چا غوږ ځکه نه نیوه، چې ترې ډار یې لاره. اوس چې ټکنالوژي د هر کور دروازه وټکوله او د دوی په نیمژوانده وجود کې ساه راغله، طبیعي ده چې نارینه به ورته د شک په سترګه ګوري. په همدې ټولنیزه شبکه کې چې خپل فعالیت او ما في الضمیر خبرې وکړي، بدنامه شي، د بدې ښځې په سترګه ورته کتل کیږي. له هرې خوا پرې داسې د تهمت کاڼۍ وریږي؛ لکه یوه نامسئوله ډله چې د خپل خواهشاتو له مخې کومه مظلومه په عام محضر کې تر سنګسار لاندې نیسي.

ښه ده چې ښځې او نجونې پریښودل شي چې خپلې خبرې وکړي ، که نه دوی به ټول عمر ړندې او د پیریانو په ژبه به به درسره غږیږي.

که خبره د خدای او د رسول شي نو نارینه او ښځینه و ته یو ډول خطاب کیږي، که زوی دې بدفعله شي لمن پرې غوړوې خو که په لور او خور شکمن شي سم له واره یې فیصله کوې، دا کوم انصاف څۀ ډول ننګ دی؟

دا کوم دؤد او کوم غیرت دی؟ که وي نو د دغسې ناوړه دود تغیرول فرض دي.

ښځې هم ستاسې په څیر زړه لرې؟ غوښتنې لري، هیلې لرې. امیدونه خو یې مه پوښته.

په سهولتونو کې د انسانیت له مخې باید توپیري چلند ونشي.

بد، بد وي او که هر څوک بد کوي، خطا کوي!

د مالوماتو د زیاتوالي، د نړۍ له تحولاتو څخۀ خبرېدو او د فکر بدلون لپاره هېڅ جنس باید ځولانه نه شي.

دلته باید د زړۀ پرځای د ماغز او د جاهلیت د فکرونو پرځای روڼ اندو فکرونو ته پام وشي او هر څوک باید خپل فکر، وجدان او ضمیر د ځان لپاره قاضي وګرځوي.

او هره ډلۀ دې د هر عمل او کار په کولو کې لومړی خپل حېثیت، شخصیت او د کورنۍ عزت په پام کې ونیسي.

که تاسې خپلو خویندو ته دا واک نه ورکوئ نو لطفا دا نورې هم د چا خویندې دي، په سپکه مه ورګوري، او هره کړنه او تصرف یې د خپلې غریزې له مخې مه ټاکئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
ش ـ سلګۍ