نظر او تحلیل

سوله او راتلونکې ټاکنې؛ د سولې ملي مشورتي بورډ به ګټور وي؟

ارشاد رغاند

ولسمشرغني د یوه ویډیویي کنفرانس پرمهال د ټولو ولایتونو له دیني عالمانو او نورو مخورو غوښتي، چې د سولې ملي مشورتي بورډ د جوړیدو لپاره خپل استازي ور وپېژني.

د دغه بورډ څرنګوالی او اړتیا په ډاګه شوې نه ده، خو د دغه بورډ د جوړیدو پلان د سولې د وروستیو جدي شویو هڅو ترڅنګ له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره بې تړاوه نه دی.

وروستي پرمختګونه

د افغان سولې قضیه لیدل کیږي، چې ورځ تربلې د افغان حکومت نقش پکې کمرنګه کیږي.

په افغانستان کې د امریکا او روسیې د سخت شوي رقابت ترڅنګ د افغان حکومت او سولې عالي شورا کمزوری ظرفیت د سولې له قضیې د افغان حکومت د حاشیې ته کیدو لوی لاملونه ګڼل کیږي.

پر وسله والو طالبانو د روسیې زیاتیدونکی اغېز او په ډاډ یې په ماسکو کې د سولې کنفرانس د جوړیدو هڅې له یوې خوا او د افغان سولې لپاره د ځانګړي امریکایي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکنه او له طالبانو سره مستقیم مذاکرات د افغان حکومت د حاشیې ته کیدو لویې بېلګې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا سره له دې، چې د ښاغلي کرزي د حکومت په پرتله اوس ډېره فعاله ښکاري، خو لا هم د سبمولیک والي، محدودیت او ناکامۍ تورونه ورباندې لګیږي.

دا تور هم شته، چې پر دغې شورا ولسمشرغني د دې لپاره بې ضرورته لوړ لګښتونه کول، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې له غړو او کارکوونکو څخه پخپله ګټه کار واخلي.

د دې تورونو یوه برخه د افغان سولې لپاره ځانګړي امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه بڼه کابل ته د خپل سفر پرمهال تایید کړل.

خلیلزاد د یوې خبري ناستې پرمهال د سولې عالي شورا د پراخولو او با ظرفیته کیدو غوښتنه کړې وه.

په یوه غشي څو ښکاره

ولسمشرغني، چې د ځینو راپورونو له مخې د خلیلزاد په سوله ییزو هڅو کې حاشیې ته کیدو او هم د هغه لخوا د افغان حکومت پر سوله ییزو هڅو نقد سخت قهرولی، د سولې ملي مشورتي بورډ له جوړولو سره غواړي څو په یوه غشي څو ښکاره وکړي.

هغه له یوه پلوه د دغه بورډ په جوړولو سره غواړي، چې له ځانه ناراض یو شمېر خلک په دغه بورډ کې ځای پرځای او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ملاتړ خپل کړي.

له بلې خوا هڅه کوي، چې د سولې په برخه کې د یوه نوي ظاهرآ پراخ جوړښت له رامنځته کولو سره د سولې په هڅو کې خپل حاشیوي په یوه نسبتآ مهم رول بدل کړي.

پایله به څه وي؟

دا چې دا هڅه به په دغه خورا حساسه او مصروفه زماني مقطع کې مطلوبې پایلې لاسته راوړي کنه، په دې اړه ډېره خوشبیني نه لیدل کیږي.

دلیل یې دا دی، چې نه په کور دننه د حکومت په وروستیو ورځو کې مقتدر خلک له اوږدو نارضایتیو وروسته په اسانه د ولسمشر غني خوا نیسي او نه د دولت وسله وال مخالفین او سیمه ییز هېوادونه په دومره لږ وخت کې پر ښاغلي غني د ضدو نقیضو سوله ییزو هڅو له کبله یې خپل بایللی باور بیا رغولی شي.

دې ته په کتو سره تمه نه کیږي، چې د سولې ملي مشورتي بورډ به په دغومره لږ وخت کې په اساسي ډول زر جوړ او د ټولو مطلوبو موخو؛ په ځانګړي ډول د سولې هڅو د بریالیتوب لپاره ډېر ګټور ثابت شي.

سرچینه: یاران ټکی کام