لوبې

د نیوزېلنډ توپوهونکو په یوه اور کې د «۴۳» منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د نیوزېلنډ هېواد په داخلي سیالیو کې یوه توپ اچونکي په یوه اور کې ۴۳ منډې ورکړې او نړیوال ریکارډ پرې جوړ شو.

دا ریکارډ هغه مهال جوړ شو چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د نیوزېلنډ لیست ای لوبډلې دوه توپوهونکو (جوي کارټر او بریټ هیمپټن) د نارترن ډیسټریکټ لوبډلې لپاره د سینټرل ډیسټریکټ پر وړاندې توپوهنه کوله او په چټک توپ اچونکي (ویلیم لوډیک) په یوه اور کې ۴۳ منډې جوړې شوې.

https://platform.twitter.com/widgets.js

په دغه اور کې دوه توپوهونکو په شریکه د دوه «نو» توپونو سره، شپږ شپږیزې، یوه منډه او یوه څلوریزه ووهله، چې پخوانی د ۳۹ منډو ریکارډ یې مات کړ.

له دې وړاندې په لیست ای کرېکټ کې د ۳۹ منډو جوړولو ریکارډ په ډهاکه پریمیئر لیګ کې تکړه توپوهونکي الټن چیګمبورا جوړ کړی و.

یاده دې وي چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د سویلي افریقا تکړه توپوهونکي هارشل ګیبز د هالنډ لوبډلې پر وړاندې په یوه اور کې د شپږ شپږیزو ریکارډ لري، او په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې یوراج سینګ دغه ریکارډ په خپل نوم لري.

سرچینه: نن ټکی اسیا