نظر او تحلیل

د اسلام او بشري حقونو اړيکه

ليکوال: جواد رضايي

ژباړن: عمران لمر

د اسلام او بشري حقونو اړيکه د وروستيو لسو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې په يو جدي بحث بدله شوې ده، ځينې وايي چې د بشر حقوق يوه غربي پديده ده او له اسلام سره کومه اړيکه نه لري او ځينې هم وايي چې اسلام د بشر حقوقو سره کوم ټکر نه لري، بلکه د اسلام سپېڅلی دين د انساني حقوقو لپاره تر ټولو لوړ ارزښتونه لري.

که د اسلام او بشري حقوقو اړيکه په سم ډول واضح شي د افغانستان په ټولنه کې به د بشري حقونو په منلو او بنسټي کېدلو کې اساسي او محوري رول ولري.

په دې مقاله کې هڅه شوې، دا پوښتنه ځواب شي چې اسلام د بشر حقوقو سره موافق دی او که مخالف؟
په ټوله کې د اسلامي او غير اسلامي علماؤ تر منځ د اسلام او بشري حقونو د اړيکي اړوند درې نظريې شتون لري چې دلته يې په لنډ ډول يادونه کوو:

لومړۍ نظريه:

سل په سلو موافقه نظريه: د يوې ډلې علماؤ او د حقوق بشر د اسلامي او غربي پوهانو په اند سل فيصده له يو بل سره توافق لري. يعنې هغه څه چې اسلام وايي، حقوق بشر هم بلکل هماغه څه وايي او هر هغه څه چې د حقوق بشر په نړيوالو اسنادو کې دي په اسلام کې هم دي او د دواړو تر منځ هيڅ توپير نشته.

دوهمه نظريه

د سل په سلو رد نظريه: د بشري حقونو د ځينو اسلامي او غير اسلامي پوهانو په نظر اسلام او د بشر حقوق سل فيصده له يو بل سره په ټکر کې دي. د تضاد نظريه وايي چې د اسلامي لارښوونو تمرکز په خدای دی او د بشري حقونو لارښوونې د انساني تمرکز په اساس جوړې شوې دي.

درېيمه نظريه:

اشتراکي نظريه: د بشري حقونو د ځينو اسلامي او غربي پوهانو په اند نه سل په سلو کې سره موافقت لري او نه هم سل په سلو کې ټکر، بلکه د بشري حقونو او اسلامي لارښوونو تر منځ زيات مشترکات شتون لري او د عمل په ساحه کې کولی شي له يو بل سره جوړ جاړی وکړي.

د دې نظريې په اساس اسلامي او غربي بشري حقوق په خپلو کې ۹۸ فيصده مشترکات لري او دوه فيصده اختلاف او دا اختلاف يې د ښځې او نر د برابرۍ او د دين د تغير حق په موضوع کې دی.

د نظرياتو نقد:

لومړنۍ افراطي نظريه د موضوع له ساده کولو او ساده ګڼلو رامنځ ته شوې ده او دلايل يې له يو نيمګړي لوست او برداشت څخه جوړ شوي دي چې په منطقي لحاظ کوم ارزښت نه لري.

د دويمې تفريطي نظريې ستونزه له ناسمې پوهې او ناسم فکر کولو جوړه شوې ده. د دويمې نظريې اساسي ستونزه دا ده چې دوی په دې نه دي بريالي شوي چې د خدای او بنده اړيکه په سم ډول وپېژني او ځان پرې پوه کړي. دا نظريه له فلسفې، د دين له اهدافو، له دين سره د انسان له اړيکې او له دينه د بشر د تمې خلاف ده.

د خدای تعالی اراده پر دې اساس ده چې د ديني لارښوونو له لارې د بشر فطرت او عقلانيت ويښ کړي او د دنيا ژوند د انسان د خوښې وړ وګرځوي، تر څو د عدل او انصاف او برابرۍ او سولې په سيوري کې د انسان عزت او کرامت خوندي وساتل شي او له دې لارې انسان ابدي کاميابۍ او پرهېزګارۍ ته چې د خلقت اساسي هدف دی، ورسېږي.

څرنګه چې انسان د خدای په نزد باعزته مخلوق دی؛ نو د اسلام دين د همدې لپاره راغلی چې د انسانانو ستونزې حل کړي.

د بشري حقونو په خوندي ساتلو کې الهي دينونو او پېغمبرانو لوی نقش لوبولی دی، همدارنګه بشري حقوق د بشريت د تمدن محصول دی؛ نو نه شو کولی چې دا په يو ځانګړي فرهنګ پورې وتړو.

اسلامي او غربي بشري حقوق په دوه حوزو کې له يو بل سره زيات مشترک ټکي او تعاملات درلودلی شي، دا مشترکات په لاندې توګه څېړلی شو:

۱: فلسفي اشتراک ۲: محتوايي اشتراک

د اسلام او بشري حقونو فلسفي اشتراک:

۱، د غربي بشري حقونو فلسفه: هغه بشري حقوق چې له اتلسمې پېړۍ را په دې خوا په غرب کې مطرح کېږي، په درې فلسفي اصلونو را څرخي.

آزادي: په اتلسمه پېړۍ کې د بشر حقونو د بحث زياته توجه او تمرکز د ازادۍ پر مفهوم و، يعنې له استبدادي او ديکتاتوري حکومتونو د ملتونو او خلکو آزادي، د انسانانو آزادي له غلامۍ او له استعمار او استثماره د مستعمره هېوادونو آزادي.

برابري: په ۱۹ پېړۍ کې د تاکيد ټکی له آزادۍ، برابری وګرځېدو، په فرصتونو او نعمتونو کې د انسانانو برابري، د طبقاتي او اشرافي نظامونو له منځه وړل، د ټولو انسانانو برابري، هغه که له هر رنګ، نژاد، قوم او اجتماعي ټولنې وي او د انسانانو د تحقير او تبعيض منع کول.

انصاف: انصاف و چې په شلمه او يويشتمې پېړيو کې د دې بحثونو مرکزي ټکی وګرځېد، يعنې په اجتماعي اړيکو او کارونو کې عدالت (د خلکو اړيکو کې له خلکو سره او د خلکو اړيکو کې له دولت سره انصاف او همدارنګه برعکس).
عدالت يو کلي مفهوم دی چې د ازادۍ او برابرۍ اصلونه هم په کې شامل دي.

په اسلام کې آزادي، برابري او انصاف:

په اسلام کې کولی شو چې د غوره او لوړو قوانينو د تدوين شکل او د حقوق بشر اړوند قواعد پيدا کړو.

اسلام يو اسماني دين دی چې د وخت د ستمونو او د وروستيو تمدنونو له هر ډول لاسوهنو او کمي زياتي پاک پاتې دی او قران د ټولو انسانانو د سمې لارښوونې کتاب دی.

او د دې لوی او نړيوال دين زېری ورکوونکی هم د نړيوال شخصيت درلودونکی دی او دا نړيوال شخصيت يعنې حضرت محمد (ص) داسې پوهه، ليد لوری، رفتار او کردار لري چې د انساني کرامت او د بشري حقونو د رعايت څرګندوونکی دی.

آزادي په اسلام کې (د توحيد اصل)

قولو لا اله الا الله تفلحوا

او ووايئ چې له الله (ج) پرته د عبادت وړ بل څوک نه شته، تر څو کامياب شئ.

ازادي د اسلامي دين اصل دی.

پېغمبر د توحيد غږ اوچتوونکی دی، هغه توحيد چې حضرت محمد (ص) يې په باره کې خبرې کولې، د انسانانو د آزادۍ زېری ورکوونکی و.

د بتانو له عبادته آزادي، د نورو له غلامۍ آزادي، د وينې، نژادي او قبيلوي تړونونو آزادي، د سرمايه دارانو له غلامۍ آزادي، د تاريخ له ځان غوښتونکو او د شاهانو له خدايئ آزادي او د غلامۍ له ټولو قيدونو آزادي.

د اسلام توحيد د ازادۍ او خپلواکه کولو توحيد دی چې انسان د بتانو ماتولو او د زورواکانو او ظالمانو د ماڼيو نړولو ته رابولي.

برابري په اسلام کې

یا ایها الناس اناخلقنا کم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفو، ان اکرمکم عندالله اتقکم
يعنې د رنګ، نژاد، مال او سرمايې او د اوسېدلو جغرافيې او ټولنې له حيثه د انسانانو برابري، او د برترۍ يواځينی معيار الهي تقوی ده.

د اسلام د پېغمبر (ص) حديث:

الناس سواسیه کاسنان المشط

يعنې خلک سره يو برابر دي لکه د ږمنځ د غاښونو په شان.

اسلام د ټولو انسانانو تر منځ د برابرۍ د تامين غوښتونکی دی.

د غلامۍ د نظام له منځه وړل او د نورو له عبادته آزادي د اسلام د لاسته راوړنو څخه دي. په داسې حال کې چې پنځوس کاله مخکې په امريکا کې د تورپوستو د غلامۍ نظام حاکم و او په جنوبي افريقا کې د تور پوستو او سپين پوستو د نژادي تبعيض (اپارتايد) نظام حاکم و.

د اسلام له ليدلوري د شرعې او قانون په وړاندې ټول خلک يو برابر دي چې په دې کې حاکم او محکوم هم يو برابر دي.

په اسلام کې ښځه او نر په انساني حيثيت او د الهي دندو او تکليفونو په سرته رسولو کې هم يو برابر دي.

په اسلام کې ټول خلک له هر ډول تبعيض (نژادي، ژبنيز، رنګ او …) پرته په انساني کرامت او شرافت اصل او تکليفونو او مسؤليتونو کې يو برابر دي.

د اسلام پېغمبر حضرت محمد (ص) په يو حديث کې فرمايي:

«ای خلکو! ستاسو رب يو دی، ستاسو پلار يو دی، تاسو ټول د حضرت ادم (ع) اولاد يئ او ادم له خاورو جوړ شوی دی. د خدای په وړاندې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې پرهېزګاره وي. عرب پر عجم او عجم پر عرب هيڅ فوقيت نه لري، تور پوستی په سپين پوستي او سپين پوستی پر تور پوستي هيڅ غوره والی نه لري، مګر د تقوی په لحاظ.» (احمد ۴۱۱ نمبر حديث)

انصاف په اسلام کې

عدالت د اسلام له اصلونو څخه دی. خدای (ج) څو څو ځلې په قران کې انسانانو ته د عدل پر قايمولو امر کړی دی.
اصلاً قران د پېغمبرانو د رسالت او د وحې د نزول فلسفه د عدل قايمول ښايي.

لقد ارسلنا رسلنا با لبینات وانزلنا معهم الکتاب والمیزان لیقوم الناس بالقسط ….(سوره حدید/ 25،27 )

يعنې مونږ خپل پېغمبران له کتاب او ميزان سره رالېږلي دي، تر څو د خلکو تر منځ عدل او انصاف قايم کړي.
اذاحکمتم بین الناس ان تحکمو با لعدل (الایه )

يعنې کله چې د خلکو تر منځ پرېکړه کوې؛ نو په عدالت يې کوه.

اعدلوا هو اقرب للتقوی …. (الايه)

يعنې انصاف وکړئ چې تقوی ته نژدې دی. خدای (ج) عدالت کوونکي خوښوي. الايه

د عدالت اصل د ظلم متقابل ټکی دی، د عدالت اصل په دې معنی دی چې په اسلامي ټولنه کې بايد هيڅ ظلم نه وي؛ نو اسلامي عدالت د ظلم او استبداد د ماڼيو ورانوونکی دی.

مسلمان انسان ظلم نه کوي او نه هم ظلم زغمي او په وړاندې يې ودرېږي.

د محتوی له لحاظه د اسلام او بشري حقونو مشترکات:

د محتوی هدف حقوقي، ذاتي، فطري او الهي مجموعه ده چې په بشري حقونو کې پياده شوې ده.

ځينې حقوق يې د نمونې په ډول يادوو:

د ژوند حق:

اسلام د انسانانو ژوند ته په ډېر لوړ ارزښت قايل دی.

(مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّما قَتَلَ الناسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّما أَحْيَا الناسَ جَمِيعًا )

يعنې که څوک بې ګناه يو انسان ووژني، دا داسې ده لکه ټول انسانيت چې ووژني او که څوک د يو انسان ژوند وژغوري، لکه د ټولو انسانانو ژوند يې چې ژغورلی وي.

د انساني کرامت حق:

ولقدکرمنا بنی آدم وحملناهم فی البروا لبحر…

يعنې مونږ انسان ( نر او ښځه) ته عزت ورکړی دی او وچې او بحر ته مو راوړي دي.

د انساني کرامت حق د حقوق بشر له مهمو لارښوونو دی چې په اسلام کې هم د قران د صريح نص مطابق دا حق د پېژندنې او ملاتړ وړ دی.

د خلکو د ځان، مال او ناموس ساتنه:

د خلکو د ځان، مال او ناموس ساتنه د اسلام له مسلمو اصولو څخه دي.

پېغمبر (ص) د مکې د فتحې په ورځ د ابو سفيان کور چې د اسلام له لويو دښمنانو څخه و او د بدر، احد او خندق په غزاګانو کې د پېغمبر (ص) سره جنګېدلی و؛ د امن کور اعلان کړو او اسلامي لښکر ته يې امر وکړو چې د خلکو په ځان، مال او ناموس تېری ونه کړي.

په حجة الوداع کې هم د اسلام ستر پېغمبر (ص) خلک د خلکو د ځان، مال او ناموس ساتلو ته راوبلل.

د شخصي آزاديو او شخصي حريمونو ساتل (د برائت اصل):

د برائت اصل د شخصي آزاديو تضمينوونکی دی او د خلکو په شخصي او خصوصي حريمونو د دولت د خپلسرې مداخلې مخه نيسي.

او د خلکو د خپل سرې نيونې او غير قانوني توقيف مخه هم نيسي.

د دې اصل په اساس تر څو چې د عادلانه محکمې له خوا د يو شخص جرم ثابت نه شي، شخص بې ګناه ګڼل کېږي.

همدارنګه عدالت ته دلاسرسي حق، د مناسب اوسېدلو ځای حق، د بيان آزادۍ حق او نور…

نتيجه:

د بشر حقوق په اسلام کې د فلسفي او محتوايي لحاظه تر غربي بشري حقوقو ډېر غني دي.

مونږ مسلمانان بايد د خپل دين دا د بشري حقونو ارزښتونه وپېژنو او په حاضر عصر کې يې د نړۍ بشريت ته وړاندې کړو.

د بشر د حقوقو رعايت په اسلام کې عبادت دی او هغې ته نه پاملرنه او يا پرې تېری کول ګناه ګڼل کېږي او هر انسان په فردي ډول او اسلامي ټولنه په ډله ئيز ډول د دې د ساتنې او ژغورنې مسئوليت لري.

اساسي حقوق او عمومي آزادۍ د اسلام د دين برخه ده.

د پېغمبرانو د رسالت او د الهي اديانو د نزول هدف د بشري کارونو اصلاح ده.

او ټول الهي اديان په خاص ډول اسلام د بشري حقونو په تامين کې لوی او مهمه رول درلودلی او لري يې.

نو په دې اساس اسلام د بشر د حقونو سره مخالف نه دی، باوجود د ډېرو مشترکاتو د غربي او اسلامي بشري حقونو تر منځ تفاوتونه هم شتون لري.

د حقوق بشر د نړۍ شموله اصل دغه فرهنګي او مذهبي توپيرونه مني او احترام ورته لري.

ماخذونه :

۱- مجتهد شبستری ،نقدی برقرائت رسمی ازدین ،چاپ تهران ؛

۲- استادغزالی محمد، مقایسه ای علمی میان اعلامیه جهانی حقوق بشروبیانیه جهانی حقوق انسان

دراسلام،انتشارات سیرت کابل ،1391

۳- کدیورمحسن، حق الناس (اسلام وحقوق بشر) چاپ چهارم،اتشارات کویر،تهران ،1388

۴- میرموسوی سیدعلی ؛حقیقت سیدصادق،مبانی حقوق بشرازدیدگاه اسلام ودیگرمکاتب،چاپ نهم،سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ واندیشه اسلامی،تهران،1390

۵- موحد محمدعلی،درهوای حق وعدالت(ازحقوق طبیعی تاحقوق بشر)،نشرکارنامه ؛تهران 1381

۶- د حقوق بشر اسلامي اغلاميه ،مصوب 15 اسد 1369هجری شمسی ،قاهره

۷- د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ويب پاڼه ،http:/aihrc.org.af

سرچینه: یاران ټکی کام