افغانستان

د سولې شورا پلاوی مسکو غونډې ته رسیدلی

د سولې شورا وایي یو پلاوی یې په مسکو غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري وويل چې د سولې شورا څلور کسيز پلاوى د مسکو غونډه کې ګډون کوي. هغه زياته کړه چې د پلاوي مشري حاجي دين محمد کوي او په کې مېرمن حبيبه سرابي، عبدالخبير اوچقون او مولوي عطاالرحمن سليم شامل دي.

طاهري وايي چې پلاوى د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب ګډون کوي. هغه زياته کړه چې د مسکو د غونډې اجنډا د افغانستان سوله او د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو پيلول دي.

نوموړي وويل چې دا غونډه سبا پيلېږي چې په کې د ١٢ هېوادونو استازي ګډون کوي.

د سولې شورا وياند وايي چې د سولې ټولې هڅې د افغانستان په مشرۍ او مالکيت تر سره کېږي او هېڅ حکومت او بنسټونه نه شي کولى له افغانستان پرته دا پروسه پر مخ بوځي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه