نړۍ

پاکستان بیا هم آی ایم ایف ته مجبور شو، د پور پر اخیستلو مذاکرات روان دي

پاکستان د پیسو له نړیوال وجهي صندوق د پور اخیستو په موخه خبرې پیل کړې دي.

د دې مالي موسسې لخوا د درې کلونو په مخه احتمالي اقتصادي کمک به له پاکستان سره مرسته وکړي چې خپلې اقتصادې ستونزې هوارې کړي.

د پاکستان د مالیې وزارت ویاند نور احمد ویلي، پاکستان تمه لري چې دغه صندوق درې کلنه مالي مرسته ترلاسه کړي.

د دې ادارې یو پلاوی پرون اسلام آباد ته رسیدلی دی. د پاکستان د ماليې وزیر اسد عمر ویلي، د چین او سعودي عربستان په مرسته د دې هېواد د لګښتونو پریکولو عاجله ستونزه هواره شوې ده.

عمر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، سعودي او چین هر یوه ورسره د ۶ میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه