نړۍ

مسکو ناسته کې امریکايي ډيپلوماټان هم گډون کوي

امریکايي چارواکي وايي، چې د دوی استازي د مسکو ناستې کې د څارونکي په توگه گډون کوي.

د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند رابرټ پالادينو په واشنگټن کې خبريالانو ته ويلي، چې د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې کې په مسکو کې د امریکا د سفارت ډيپلوماټان د څارونکي په توگه گډون کوي.

دغه امريکايي چارواکی وايي، هېواد يې په دې باور دی، چې د سيمې او نړۍ ټول دولتونه بايد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند زياتوي، چې واشنگټن هوډ لري، د افغان سولې بهیر نور هم گړندی کړي او د افغانستان اوولس کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي.

رابرډ پالادينو ټينگار کړی، چې د روسیې په گډون د نړۍ هېڅ هېواد د افغان حکومت پر ځای له طالبانو سره د سولې خبرې نه شي کولی.

ټاکل شوې، چې سبا د جمعې په ورځ د نومبر په نهمه په مسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته وشي.

د افغانستان حکومت دغې ناستې ته خپل پلاوی نه دی لېږلی، خو د سولې عالي شورا څلور کسيز پلاوی د سولې په دغه ناسته کې د گډون په موخه روسيې ته روان شوی دی.

سرچینه: نړۍ نیوز