کلتور او ادب

د شهادت تږي

عرفان الله عرفاني

چنار ځوانۍ مو دنګ زلمي ماتوي
د شهادت پسې تندي ماتوي

دا خو رښتینې فلسفه ده د عشق
د خدای لپاره خپل زړګي ماتوي

څومره لېوال دي د سنګر، ګودرته
تندې أخیستي دي منګي ماتوي

دومره یې مینه په غورځنګ راغلې
لاسو د حورو کې بنګړي ماتوي

د أبد کلي پــــورې ځان رسوي
تڼاکو تَلــــو کې اغزي ماتوي

د غرۀ لمنه کې یې اور بل کړئ
پاس (عرفاني) ورته لرګي ماتوي

سرچینه: نن ټکی اسیا