روغتیا

د ویښتانو د تویېدو مخنیوي داسې وکړئ

نجیبه همدرد – پښتو بهیر ویب پاڼه

د ویښتانو تویېدل یو له هغو ستونزو څخه دي، چې په نارینه او ښځو کې د اندیښنې او خفګان لامل ګرځي. په دې لنډه لیکنه کې مو له هغو ټکو سره اشنا کوو چې د غوره ویښتانو لرلو او له تویېدو څخه يې په مخنیوي کولو کې ډیره زیاته مرسته کولای شي:

۱. غوره خواړه: د روغتیایي څيړنو په وینا، باید کوښښ وشي هغه خواړه انتخاب شي، چې زیات شمیر ګټور مواد، ویټامینونه او منرالونه ولري. ځکه هر څه چې خورو په مستقیم ډول زمونږ پر ویښتانو هم اثر کوي، نو له همدې امله د غیر صحي خوړو خوړل د ویښتانو د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.

۲. ذهني خپګان: د څيړنو پر اساس، د نړۍ یو شمیر خلک د مختلفو لاملونو له امله په ذهني خپګان اخته دي، کوم چې د بدن د نورو برخو سربیره په ویښتانو هم منفي اغیز لري. ذهني خپګان د ویښتانو کمزورۍ سربیره د ویښتانو د توییدو لامل هم ګرځي.

که غواړئ، چې د ذهني خپګان څخه لرې اوسئ، نو د ملګرو سره مجلس، یو غوره کتاب مطالعه، ورزش او ځینې نورې کړنې په دې برخه کې له تاسو سره ډیره مرسته کولای شي. ذهني خپګان له منځه وړل له نورو ډیرو ګټو سربیره د ویښتانو له توییدو څخه هم مخنیوی کوي.

۳. ویښتانو ته ځانګړی پاملرنه: د ویښتانو د ښه او سالم ساتلو لپاره باکیفیته شامپو او کنډیشنر وکاروئ. هڅه وکړئ د یوې کمپنۍ تولید د اوږدې مودې لپاره وکاروئ. همدرانګه په ویښتانو مناسب غوړ یا تیل ولګوئ، ځکه چې دغه عمل د ویښتانو په سالم ساتلو کې مرسته کوي او له توییدو څخه یې مخنیوی کوي.

۴. خپل ویښتان پټ کړئ: خاوره، لوګۍ او د لمر وړانګې د ویښتانو تر ټولو ستر دښمن ګڼل کیږي نو له همدې امله هغه کسان چې په لمر او دوړه لروونکې سیمو کې ډير ګرځي او یا هم کار کوي، باید له مناسبې طریقې سره خپل ویښتان پټ کړي. له دې سره به مو ویښتان سالم او له توییدو وژغول شي.

سرچینه: پښتو بهیر