روغتیا

څنګه د زړه له حملې ځان ژغورلای شو؟

ډاکټر فصیح الله عمرزی

د انسان په بدن کې ډول ډول ناروغۍ سر راپورته کوي. ځینې یې موسمي وي، ځینې د زیات کار، بې احتیاطۍ او جسمي کمزورۍ له امله، او ځینې یې په لومړیو کې د نه درملنې له امله راپیښیږي.

څومره چې د انسان لپاره مرضونه زیات دي هومره یې الله تعالی د درملنو د لارو چارو توفیق هم ورکړی دی. که موږ په خپل وخت د یوه مرض درملنه وکړو، له نورو مرضونو څخه به مو ځان ژغورلی وي، او که احتیاط ونه کړو، د زړه د حملې ترڅنګ به له نورو ناوړه مرضونو سره هم مخ شو.

د زړه د حملې لاملونه زیات دي، خو د لاملونو مخنیوی یې هم کېدونکې دی. که په لومړي سر کې د یو چا په سینه کې برېښ پیدا شي او هم مهال رنځپوهه یا ډاکټر ته ورشي، درملنه به یې وکړي، او که نه، همدا د سینې بریښ یې په دوام د زړه د حملې سبب ګرځي.

زیاتره وخت چې د انسان پر زړه حمله راځي، دوه لوی لاملونه یې دا یادولای شوو: یو د سږو او بل د زړه د رګونو بندېدل.

 کله چې هم د  زړه او سږو رګونه بند شي، زړه بې نور کار پریږدي. څه وخت چې د زړه رګونه بند شي، هغې حملې ته (مایوکارډیل انفارکشن) ویل کیږي، او چې څه وخت د سږو رګونه کار پریږدي، هغې ته (پلمونري ایمبولیزم) وايي. په دواړو  صورتونو کې انسان ژوندی نه پاتې کیږي.

هر مرض د انسان ژوند ګواښي، خو ځینې مرضونه شته چې له ګواښ سره سره د انسان تمه وي چې ژوندی به پاتې شم.. خو د زړه حمله داسې بیماري ده چې په اسانه ترې څوک ژوندی نه پاتې کیږي.

د انسان په ټټر کې د بدن یو مهم غړی زړه دی، چې ځینې خلک ورته د بدن بادشاه وايي. همدا بادشاه له چپ لوري درست بدن ته د رګونو (شریانونو) یا آرټريز په وسیله له دواړو سږیو راغلې پاکه یا آکسیجنېټېډ وينه پمپ کوي.

د بدن دا بادشاه بیا له ښۍ خوا له ټول بدنه د ورېدونو یا وېنز په واسطه راټوله شوې ډي آکسيجنېټېډ یا په کاربن ډای آکسایډ لړلې وينه سږیو ته لېږي، چې هلته پاکيږي او آکسيجن را اخلي.

 دغه سایکل په هره دقيقه کې په نورمال ډول له شپېتو تر سلو کرتو تکرارېږي چې انسان پرې ژوند کوي.

کوم رګونه چې د زړه غوښو (عضلاتو) ته وينه رسوي، هغو ته د زړه شریانونه یا کورونري آرټريز وایي.

د عمر زیاتېدل او د ځينو نورو ناروغیو شتون د بدن د نورو رګونو په شان د زړه د رګونو یا کورونري آرټريز د تنګېدو، او د وينې له توکیو لکه پلاټلېټس، کېلسیم، غوړو او کولېسټرول نه د پلک یا غوټې جوړېدو سبب کيږي.

که موږ غواړو چې د زړه له ناروغیو ځان وژغورو، په خپل خوراک باید پاملرنه وکړو. له زیاتو غوړو خوراکونو ځان وژغورو، له زیات خوراکه ځان وساتو. په بشپړه توګه له الکولو پرهیز وکړو، چې د اسلام په مقدس دین کې د الکولو حرمت د سلو ناروغیو مخه نیولې ده.

د انګلستان د عامې روغتیا ادارې د وړاندوینې پر بنسټ، تر ۷۵ کم عمره کسانو کې نژدې د ۸۰ سلنې د زړه یا قلبي ناروغیو او حملو مخنیوی شونی دی.

سرچینه: کابل ټکی کام