نړۍ

زمبابوې کې ترافیکي پېښې ۴۷ کسان مړه کړي

زمبابوې کې ترافیکي پېښې ۴۷ کسان مړه کړي

د رسنیو د راپورونو له مخې په زمبابوې کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴۷ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د زمبابوې چارواکو رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه د دوو مسافر وړونکو موترونو د ټکر له امله رامنځته شوې. ویل کېږي چې په یو بس کې د سپرو له ډلې یواځې څلور کسان یې ژغورل شوي دي. راپورونه وایي چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو