نړۍ

امریکا کې د شرابو کلب کې دولس کسان په ډزو وژل شوي

د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د شرابو يوه کلب کې د ډزو په پايله کې لږ تر لږه دولس  کسان وژل شوي او گڼ نور ټپيان د ي.

پوليس وايي، دغه پېښه د کليفورنيا په تاوزينډ اوکس ښار په يوه شرابخونه کې پر ځايي وخت د شپې يوولس بجې رامنځته شوې ده.

چارواکي په دغه پېښه کې د بريدگر په گډون د دولس کسانو د وژل کېدو پخلی کوي.

پوليس دا هم وايي، چې پېښه کې د يوه پوليس په گډون گڼ خلک ټپيان شوي او د پېښې د قربانيانو د زياتېدو اندېښنه يې ښکاره کړې ده.

امریکايي رسنيو د عيني شاهدانو له خولې ليکلي، چې د ډزو له پيلېدو سره په ټول کلب کې اړی گړی جوړ شو، ځينو خلکو د څوکيو په ماتولو د بهر وتلو هڅه کوله او ځينو نورو ځانونه تشنابونو ته رسولي دي.

د راپورونو له مخې له بريدگر سره اتومات ټوپک او لاسي بمونه وو.

امريکايي رسنيو د يوه ټپي له خولې ليکلي، چې د ډزو له پيلېدو سره موسيقي بنده شوه او هر لوري ته چيغې پيل شوې.

د بريدگر پېژندنې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، خو په متحده ايالتونو د وسله‌والو بريدونو له امله عامو خلکو ته د مرگ ژوبلې پېښې په بې ساري توگه زياتې شوي، چې له امله يې د عامو خلکو ژوند له ننگونو او گواښونو سره مخ شوی دی.

سرچینه: نړۍ نیوز