افغانستان

چین د واخان پروژې عملې کېدو برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وایي، چین د واخان دهلېز پروژې د عملي کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. شهزاد اریوبي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا ژمنه یې په چين کې د انټرنېټ د پنځم نړېوال کنفرانس په څنډه کې د چين د مخابراتي ټکنالوژۍ له وزیر سره د لېدنې پر مهال تر لاسه کړې ده. د سرچینې په وینا دوی پر دې سربېره د دوه اړخيزه اړيکو پر پراختيا او په ځانګړې توګه د واخان دهليز له لارې له چين سره د افغانستان د نښلېدو پروژې په اړه هم خبرې کړې دي. سرچینه کاږي، لکه څنګه چې د واخان دهليز پروژې سروې بشپړه شوې او د عملي کېدو په لار کې يې کوم خنډ نشته، نو له همدې امله یې د پروژې د عملي کار د پېل لپاره خپل چينايي سيال ته په رسمي توګه د ۵۰ ميليونه ډالرو پروپوزل سپارلی دی. د دغه پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان د چين، سويلي اسيا، اروپا او افريقا تر منځ د معلوماتو د ټرانزيټي مرکز په توګه رول ولوبوي او د ميليونونه ډالرو عوايدو تر څنګ به افغانان په کمه بیه له چټک انټرنېټ نه برخمن شي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه