افغانستان

طالبان: مسکو غونډه کې د افغان حکومت له پلاوي سره نه ګورو

طالبان وایي مسکو غونډه کې د افغان حکومت له پلاوي سره نه ګوري او نه هم دا غونډه د سولې د خبرو اترو لپاره جوړه شوې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د مسکو په غونډه کې د دوى پنځه کسيز پلاوى ګډون کوي. د مجاهد لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى پلاوى به په دې غونډه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خپل دريځ روښانه کړي. طالبانو ويلي، دا غونډه له هېڅ لوري سره کوم ډول مذاکرات نه دي، بلکې د افغانستان د قضیې د حل لپاره سوله يیزې لارې چارې لټوي. په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا ډول ديپلوماټیکې هلې ځلې د دې خبرې شاهدي ورکوي چې طالبان په سیاسي برخه کې د یوې فعالې، روښانه او خپلواکې پالیسۍ او سیاست درلودونکی ځواک دی. دا په داسې حال کې ده چې د سولې شورا څلور کسيز پلاوى نن سهار په دغه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته تللى دى.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه