افغانستان

ټاکنو کمیسیون: د ۲۲ولایتونو د رایو پایلې مو سیسټم ته داخلې کړې دي

ټاکنو کمیسیون وایي، د ۲۲ ولایتونو د رایو پایلې یې په سیسټم کې ثبت کړې او ټاکل شوې نن د دوو نورو ولایتونو هغه هم ثبت کړي. د یاد کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وویل، دا بهیر د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون، د مدني ټولنو له استازو او د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره په همغږۍ په شفاف ډول مخته ځي. ابراهیمي زیاته کړې، د ۲۷ ولایتونو حساس مواد چې محافظتي کڅوړې هم په کې شاملې دي، په کابل کې د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي، خو د شپږو نورو ولایتونو د هوا د خرابوالي له امله ځنډېدلي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به هغه هم کابل ته را ورسېږي. د یادونې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، یاد کمیسیون د ټاکنو د درغلیو مواردو ته د رسېدنې په برخه کې ژمن دی او په خبره یې سپینې رایې به له تورو هغو بېلي کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه