روغتیا

د نوکانو چیچلو لاملونه او زیانونه

مریم شینوارې ـ پښتو بهیر ویب پاڼه

ولې ځینې خلک د خپلو لاسونو  نوکان خوري او یا هم چیچي، په دې لنډه لیکنه کې یې لاملونه او زیانونه ولولئ!

روغتیایي څيړنې ښایي، د خلکو  چې کله حوصله ختمه شي، ستړی شي او يا د يو ستونزمن کار د ترسره کولو په وخت کې هم ممکنه ده چې د خپلو نوکانو په خوړلو بوخت شي. همدارنګه ويل شوي دي چې دا کړنه خلکو ته د ارامتیا احساس ورکوي.

څېړنو دا ثابته کړې ده چې د نوکانو خوړل یا چیچل انسان ته خوند ورکوي او يو ډول د ارامتيا احساس کوي.

 همدارنګه یوې بلې روغتیایي څیړنې ویلي، هغه کسان چې ډېر ژر خپه او مايوسه کېږي، نو  د نوکانو خوړل یا چیچل هغوی ته د آرامښت  او سکون احساس وربښي.

د يوې بلې څېړنې پايلې ښيي: هغه کسان چې خپل نوکان خوري، نو د دوی د کورنۍ يو درېيمه برخه هم دا عادت لري. یعنې ممکنه ده، چې یو شمیر کسان په جنیټیکي ډول هم په دې بد عادت ککړ واوسي.

 د نوکانو د خوړلو  زيانونه: البته د نوکانو خوړلو، چیچلو او یا هم ژوولو زیانونه ډیر دي، خو یو څو مهم یې په لاندې ډول دي.

۱. د نوکانو خوړل د خولې او ورۍ د سلامتۍ لپاره مضره دي.

۲. نوکانو خوړل یا چیچل نوکان بدرنګه کوي او دا ډله خلک به بیا هیڅکله هم ښکلي نوکان ونه لري.

۳. د نوکانو خوړل انسان په فزیکي او رواني دواړو ډول حالاتو زیانمنوي.

۴. په نوکانو کې ډول ډول میکروبونه راټولیږي، کله چې څوک خپل نوکان خوري، نو دا میکروبونه بدن ته ننوځي، چې له امله یې معده او کولمې د ډول ډول ناروغیو سره مخامخیږي.

د نوکانو د خوړلو د مخنیوي لپاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ:

۱. د نورو عادي وګړو په پرتله دې خپل نوکان ژر ژر پرې (قطع)  او سم کړي.

۲. په نوکانو  باندې سريښ ( رابر ټيب ) لګول، د دې عادت د مخنيوي لپاره ګټوره کړنلاره ده.

۳. په نوکانو باندې تریخجن مواد وهل، دا چاره ستاسې او ستاسې د ماشومانو د خولې خوند پیکه کوي، او دې ته مو اړ باسي، ترڅو د نوکانو خوړل پریږدئ.

سرچینه: پښتو بهیر