خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: د سولې پروسه ملي اجماع ته اړتیا لري

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام له یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو سره وکتل او د سولې پروسې په اړه یې د دوی لیدلوري واورېدل.

په دغه مشورتي غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې په اړه له بېلابېلو اقشارو سره پر مشورو ټینګار وکړ وې ویل، د سولې پروسه ملي اجماع ته اړتیا لري.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، سولې به د پردې تر شا ونه شي، له همدې امله په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي ناستو لړۍ ترسره کیږي.

وروسته، آمنې افضلي، ذاکرې عزیزي، فضل احمد معنوي، شیوا شرق، حمیرا ثاقب، زرقا یفتلي، میترا مهران، رویا سادات، نورزي او مېرمن رسولي د سولې بهیر د څرنګوالي او مدیریت، د ښځو او سیاسي ګوندونو د ونډې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس سیاسي او مدني فعالانو له لیدلورو هرکلی وکړ او ویې ویل، د مدني ټولنې د بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول سیاسي فعالانو او مدني ټولنې نظرونه به د سولې بهیر پیاوړی کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ