خبرپاڼې

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو د غزني ولایت د مالستان او جاغوري، میدان وردګو ولایت د سیداباد، د خاص ارزګان ولسوالۍ د کندلان او حسیني سیمو، د فراه ولایت د قلعه کا او نورو ولسوالیو د امنیتي او دفاعي ارګانونو د اجرااتو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو وویل، په جاغوري ولسوالۍ کې په موقع اقدامات شوي او په دغه ولسوالۍ کې ګواښونه له منځه تللي دي. غونډې دغه راز امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو له همکارۍ او ملاتړ قدرداني وکړه.

په همدې ترتیب د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اکمالاتو او د ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۱۵ قول اردوګانو د اکمالاتي قطار د لېږد او د میدان وردګ –زابل لومړۍ نمبر لویې لارې د امنیت په اړه هم غونډې ته معلومات ورکړل.

د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو ته د ګواښونو د له منځه وړلو، د امنیت د تامین او ثبات په اړه د بېړنیو او لازمو اقداماتو لارښوونه وکړه.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ