نړۍ

«امریکا د ريمنډ ډيوس په بدل کې د عافيې صديقي د خوشې کولو وړانديز کړی و»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۷ل):  په امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صديقي خور ډاکټرې فوزيه صديقي  ويلي، دوی داسې باوري معلومات ترلاسه کړي، چې امریکا په لاهور کې د نيول شوي امريکايي قاتل ريمنډ ډيوس په بدل کې د عافيه صديقي د خلاصولو وړانديز کړی و، چې حکومتي چارواکو دغه وړانديز نه و منلی او پر ځای يې نورې غوښتنې کړې وې.

ريمنډ ډيوس د سي ای اې غړی و، چې په ۲۰۱۲ کال کې د پنجاپ په لاهور ښار کې يې دوه پاکستانيان ووژل، خو پاکستاني چارواکو هغه د امريکا د فشارونو له مخې خوشې کړ.

فوزيه صديقي دا هم وايي، چې د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د عافيې  د بښنې يوه اشاره کړې وه، خو هغه مهال هم پاکستاني چارواکو بې پرواهي وکړه او کورنۍ يې اوس يو ځل بيا هيله لري، عافيه به په لنډ وخت کې هېواد ته راستنه شي.

فوزيه صديقي زياتولي، چې لومړي  وزير عمران خان له ۲۰۰۸ څخه د دوی له کورنۍ سره خپله خواخوږي او  يووالی ښکاره کړی او اوس چې په واک کې دی، دوی ترې هيله لري، چې دغه قضیه پر مخ بوځي او عافيه راخلاصه کړي.

هغه دا هم وايي، چې حکومت د عافيه په قضيه کې د پرمختګ ډاډ ورکړی او ډېره هيله لري، چې عمران خان به له ډيپلوماټيکو لارو د عافيې د خلاصون لپاره هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.

ډاکټر فوزي صديقي وايي، چې امريکا د عافيې صديقي په خلاصولو رضا ده، خو له پاکستان څخه يې د قانوني ګامونو اخيستيو غوښتنه کړې او پاکستاني چارواکي بايد په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.

عافيه صديقي د کراچۍ ښار اوسېدونکې نيورالوجي متخصصه ډاکټره وه، چې په ۲۰۰۸ کې د پاکستان پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف له راولپنډۍ ښار څخه امريکايانو ته وسپارله، څه موده وروسته د بګرام په کرغېړن زندان وليدل شوه او له هغه ځايه امریکا ته لېږدول شوې، چې په ۲۰۱۰ کال کې د امريکا يوې محکمې په ۸۶ کاله بند محکوم کړې وه، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي، چې د عافيې د خلاصون لپاره يې هڅې پيل  کړې او کوښښ کوي، چې د هغې ستونزې راکمې کړي.

سرچینه: نن ټکی اسیا