نظر او تحلیل

امریکایانو!  نور څنګه یاست؟؟

خالد افغان زوی

د ډیويډ لانګ په نوم یو امریکایي سمندري سرتیری د پنجشنبې  په شپه د امریکا په کالیفرنیا ایالت کې د محصلینو یوې شرابخانې ته ننوت، هلته په راټولو کسانو یې خپل اتومات ټوپک ضربه کړ او څودقیقې یې ښه په اخلاص په کې وچلاوه. رسنۍ وایي په دې شرابخانه کې ۲۰۰ کسان راټول شوي وو، چې د برید په وخت په نڅا او شرابنوشۍ بوخت ول. کله چې ډزې شروع شوې، نڅاګرو په چیغو پيل وکړ، ځینې د کړکیو له لارې وتښتیدل خو ۱۲ کسان ځای په  ځای مړه او تر لس زیات ټپيان شول. وروسته چې دپیښې محل ته پولیس ورسیدل نو بریدګر له هغو سره هم ډزې تبادله کړې، د ( ران هلوس) په نوم د پولیسو یو لوړرتبه افسر چې ۲۹ کاله یې د امریکا په پولیسو کې خدمت کړی و، د برید ګر په ډزو ولګید او ووژل شو، وروسته برید ګر ( ډيویډ لانګ) هم د پولیسو لخوا قتل شو.

د پيښې له پای ته رسیدو وروسته دې بحثونو زور اخیستی چې بریدګر څوک و او ولې یې دا خلک ووژل؟ د امریکا  د سمندري ځواکونو قومندانۍ ویلي چې برید ګر ډیویډ لانګ د دوی پخوانی عسکر دی، چې له ۲۰۰۸ میلادي بیا تر ۲۰۱۳ یې د سمندري ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی او په دې مرحله کې افغانستان ته هم تللی دی.

د کالفرنیا پولیس وایي چې بریدګر( ډیويډ لانګ) د هغو امریکایي عسکرو له جملې دی چې د افغانستان په جګړه کې یې دماغ خراب شوي دي او روحي روغتیا یې له لاسه ورکړې، دوی ویلي له دې وړاندې هم له د ډیویډ لانګ سره مخ شوي وو، پولیسو له هغه سره خبرې کړې وې،هغه بې منطقه غږیده، داسې معلومیده لکه د افغانستان جګړې یې چې دماغ ورخراب کړي وو، روان پوهانو ویلي وو چې نوموړی د رواني اختلال او ژور خپګان په ناروغۍ مبتلا دی.

په افغانستان کې د جنګیدلي امریکايي عسکر ډیويډ لانګ رواني ناروغي او بیا د همدې ناروغۍ له امله په خلکو برید ځکه د امریکایي مطبوعاتو لپاره مهمه مسئله ده چې په افغانستان کې د امریکایي جګړې له پیل سره دغه ډول پیښې خورا زیاتې شوي دي. که څه هم امریکایي چارواکي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ځاني  تلفات کم ښيي خو په دې جګړه کې دامریکایي عسکرو رواني تلفات، د اعصابو له لاسه ورکول، لیونتوب او نورې رواني ستونزې هغه څه دي چې په جګړه کې شریکو تر نیمایي ډیرو امریکایي عسکرو ته پیښې شوي دي.

دغه امریکایي عسکر چې بیا خپل وطن امریکا ته لاړ شي، نو وروستنی کار یې یاد ځان وژل او یا هم د بل وژل وي،له همدې امله خو د افغانستان  د جګړې له پیل وروسته په امریکا کې د ټوپک په واسطه د وژنو پیښې په مراتبو زیاتې شوي دي. یوه تازه څیړنه ښيي چې په افغانستان له امریکایي یرغل وروسته تر اوسه په تیرو اوولسو کلونو کې په امریکا کې شاوخوا پنځه لکه امریکایان د ټوپک په توسط وژل شوي دي.

دا چې په افغانستان کې جګړه سخته او اوږده شوې ده نو ورسره په امریکا کې د متقاعدو لیونیو عسکرو لخوا د قتل او خودکشۍ پیښې نورې هم زیاتې شوي دي. بي بي سي د یوه امریکایي ویب سایټ (ګان وایولنس آرکایو) په استناد لیکلي دي  چې یوازې د سږ کال ( ۲۰۱۸) په لومړنیو لسو میاشتو کې ۳۴ زره امریکایان په ټوپک وژل شوي دي. چې له دې جملې ۲۲ زره کسانو خپله ځانونه ویشتلي او ۱۲ زره نور د کالیفرنیاد پيښې په شان د ډزو په بریدونو کې له منځه تللي.

لوړ ارقام هغه څه دي چې امریکایي چارواکو خپله منلي او امریکایي رسنیو اعلان کړي دي. له دې څخه ښکاري چې د افغانستان جګړه امریکایانو ته تر هغه په خورا درانه قیمت تمامه شوې ده چې دوی یې اټکل کاوه او یا یې هم رسما مني. ځکه په جګړه کې لیوني شوي عسکر چې روزانه جرمونه او جنایات ترسره کوي او یا هم په ډلییز ډول خلک وژني، دا تلفات هم ځکه د جګړې تلفات بللی شو چې اصلي علت یې دغه بې منطقه، بې ګټې او سربدالوونکې جګړه ده.

په دې اساس باید امریکایي چارواکي نور د دې جګړې په اړه دعقل او منطق پریکړو ته تسلیم شي، دغه بې منطقه او ناروا جګړه باید د عقل په مقیاس وارزوي. تر څو هم د افغان اولس د اضافه وینو توییدلو مخه ډب شي او هم په امریکا کې دننه د هغو جرمونو او کشتارونو کچه را ټیټه شي چې په یو نه یو ډول له دې جګړې سره تړاو لري.

سرچینه: نن ټکی اسیا