نظر او تحلیل

ډاکټر جلالي په کابل کې؛ څه به کوي، د سولې هڅې څنګه ګڼي؟

 

د افغان سولې په اړه د هڅو له ګرمیدو سره د دغو هڅو په اړه د سیاسي څېرو مختلف غبرګونونه هم لیدل کیږي.

په یوه تازه ګام کې د سولې شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ د شورا یو پلاوی د روسیې پلازمېنې ماسکو ته ورغلی څو د سیمې د هېوادونو او طالب استازو په ګډون د سولې په یوه اړونده غونډه کې برخه واخلي.

دلته د سولې د هڅو په اړه د کورنیو چارو د یوه مخکیني وزیر او مطرحې سیاسي څېرې ډاکټرعلي احمد جلالي له نظریاتو مو خبروو.

له چوپتیا وروسته دریځ

علي احمد جلالي، چې تر څه مودې مخکې پورې په جرمني کې د افغانستان سفیر یادیده، په وروستیو کې بیرته کابل ته راګرځیدلی.

جلالي، چې وېل کیږي له ولسمشرغني څخه ناراضه دی او د کوم مخالف ټاکنیز ټیم ملاتړ به یې وکړي، څه موده مخکې یې له سفارت څخه د تقاعد راپور ورکړل شوی و.

ښاغلی جلالي په نړیواله کچه د افغانستان یو مشهور پوځي دوکتور او د دفاعي چارو مطرح استاد ګڼل کیږي.

ده په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشرغني ملاتړلې وه، خو په حکومت کې د وړاندوینې خلاف پر لوړپوړې دنده ونه لیدل شو.

دا چې دا دنده ولسمشرغني ورنه کړه، یا ده خپله ونه منله، معلومه نه ده.

جلالي تراوسه پورې ظاهرا له حکومت سره د ښو او بدو اړیکو اظهار نه دی کړی، خو دلته یې د یوې تازه وینا ځینې ټکي چې د سولې د هڅو په تړاو دي درسره شریکوو.

سوله په لوړ قیمت راځي

ډاکټر جلالي د ۵ شنبې په ورځ د افغانستان د علومو اکاډمۍ په تالارکې د خوشال بابا فکري بهیر په بلنه د ازادۍ د نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته وینا وکړه.

هغه د وینا په یوه برخه کې د سولې وروستو هڅو ته په اشارې سره وویل، چې سوله که راځي نو په ډېر لوړ قیمت به راځي.

ده په دې اړه مشخصا څه ونه ویل، چې د سولې قیمت به څنګه ډېر لوړ وي، خو غالبا اشاره یې د وسله والو طالبانو پیاوړتیا ته وه.

دوه ضایع شوي فرصتونه

ښاغلي جلالي په یاده وینا کې د سولې په اړه د دوو ضایع شویو فرصتونو یادونه په خواشینۍ سره وکړه.

د جلالي په وینا له وسله والو طالبانو سره د سولې تر ټولو لومړنی ضایع شوی فرصت د طالب واکمنۍ د سقوط شېبې وې.

د هغه په وینا د وسله والو طالبانو مشر ملاعمر حامد کرزي ته د ملامنصور په لاس هغه وخت یو لیک استولی او هم یې د کندهار له شریعت غږ راډیو څخه خپور کړی و.

ښاغلي جلالي د دغه لیک د جزیاتو په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې تر۸۵ سلنه پورې وسله والو طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته یې له افغان حکومت سره سولې ته امادګي لرله.

جلالي بن کنفرانس ته د طالبانو نه بلل یوه تېروتنه وګڼله.

د ده په خبره د سولې دویم ضایع شوی فرصت دا و، چې په ۲۰۰۳ کې د سولې په اړه د طالبانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شو.

جلالي چې دغه مهال ممکن د کورنیو چارو وزیر و، وایي طالبانو څو ځله له ده، حامد کرزي او مارشال فهیم سره د سولې په اړه مذاکرات وکړل.

د جلالي په خبره دغې ډلې غوښتل، چې په افغانستان کې د خوندي ژوند او هم د یوې سیاسي ډلې په توګه د فعالیت حق ورکړل شي.

ډاکټر جلالي دغه وخت د طالبانو د بیا منظمولو او جګړې ته د چمتو کولو لپاره د پاکستان د هڅو شېبې ګڼي.

دی وایي، طالب استازو لا هماغه وخت ورته ویل، چې که سوله ورسره ونه شي، پاکستان به یې جګړې ته مجبوره کړي.

نوموړی د ځان د سپیناوي په بڼه وایي، چې ده طالب استازو ته له غوښتنو سره یې د موافقې ویلي و، خو هغوی ورته ویل، چې یوازې ستا ډاډ کفایت نه کوي.

د کورنیو چارو هغه مهالی وزیر جګړې ته د طالبانو د مجبوریدو یو دلیل دا هم وباله، چې دوی په افغانستان کې د القاعدې په نامه ځپل کیدل او پاکستان هم له افغان حکومت سره جګړې ته د نه حاضریدو په صورت کې د القاعدې په نوم پر امریکایانو پلورل!

سرچینه: یاران ټکی کام