افغانستان

جرمني د کابل پولیسو ته زر زغره وال واسکټونه ورکړي دي

د جرمني حکومت د کابل له پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته کړې ده. د کابل امنیه قوماندان جنرال سید محمد روشندل ویلي، دا زغره وال واسکټونه پرون دوی ته وسپارل شول. جنرال روشندل د جرمني دا مرسته د کابل د پولیسو د ساتنې لپاره خورا اغېزمنه بولي او وايي چې د عامه امن او نظم پولیس او د چټک غبرګون د قطعو سرتېري به له هغو څخه کار واخلي. دده په وینا د جرمني حکومت تل له افغان پوځ او پولیسو سره دغه ډول مرستې کړې دي او په دې سره یې د خلکو په امنیت او ساتنه کې ونډه اخیستې ده.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه