افغانستان

د امریکا په جګړه کې؛ په عراق، افغانستان او پاکستان کې پنځه سوه زره کسان وژل شوي دي

په افغانستان، عراق او پاکستان کې د امریکا په روانه جګړه کې ۵ سوه زره انسانان وژل شوي دي. د برون پوهنتون او نورو څېړنیزو انستیتوتونو په یوه ګډ څېړنیز راپور کې راغلي، چې په افغانستان، عراق او پاکستان کې د امریکا له لوري د ترهګرۍ ضد په روانه شوې جګړه کې پنځه سوه زره انسانان وژل شوي دي. دغه راپور ښيي چې په جګړه کې د ۴۸۰ زره او ۵۰۷ زره په شاوخوا کې کسان په یادو درېیو هېوادونو کې وژل شوي دي خو ځينې نور څارونکي بیا دا شمېرې تر دې هم لوړې بولي. په عراق کې په اوولس کلنه جګړه کې ۲۶۸۰۰۰ کسان، په پاکستان کې له ټولو اړخونو ۶۵ زره کسان او په افغانستان کې بیا د ملکیانو، طالبانو، افغان ځواکونو او نورو اړخونو په ګډون ۱۴۷ زره کسان تر دې دمه د امریکايي جګړې له امله وژل شوي دي. په راپور کې راځي چې تر ټولو ډېره قرباني په عراق کې د موصل او ځینو نورو سیمو د نیولو پر مهال خلکو ته اوښتې ده. راپور زیاتوي چې په عراق او افغانستان کې د امریکا ۷ زره سرتېري هم وژل شوي دي. راپور وايي لسګونه زره انسانان په دغه جګړه کې ټپیان شوي هم دي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه