نړۍ

پاکستان: له سیمه ییزې همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتللی

طالب پلاوی په ماسکو کې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان د سولې له پروسې د سیمې د هېوادونو ملاتړ مهم دی او ددوی له همکارۍ پرته دلته سوله نه شي راتللی.

ددغه وزارت ویاند همدا راز ویلي چې د پاکستان د حکومت لوړپوړی ديپلوماتیک پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون کړی او ژمنه کوي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په برخه کې به همکاري وکړي.

هند هم دغه غونډې ته یو پلاوی لېږلی دی، خو دغه پلاوی حکومتي پلاوی نه دی او ګډونکوونکي کسان د هند د حکومت رسمي کارکوونکي نه دي.

امریکا هم د څارونکي په توګه په دې غونډه کې برخه اخیستې.

غونډه  نن په مسکو کې جوړه شوې چې د افغان د حکومت پلاوی نه دی ورغلی خو د سولې شورا یوه پلاوي په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه