لوبې

مکي ارتر: پاکستان لوبډلې سره کار «اور» سره لوبې کول دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې مشر روزونکی مکي ارتر وایي چې د پاکستان لوبډلې سره کار کول زما د ژوند یو له سختو تجربو څخه دی.

یوه عربي اخبار سره په مرکه کې مکي ارتر د پاکستان کرېکټ بورډ او نورو چارواکو د رویې څخه خپه او ګیلمن و، نوموړي زیاته کړه چې «پر ما یو شمېر بېځایه نیوکې کیږي خو زه خپل کار ته ادامه ورکوم».

د پاکستان لوبډلې مشر وایي چې په لومړي سر کې د پاکستان لوبډلې سره په کار پېلولو کې متردد وم خو دا مې د ژوند له سختو تجربو څخه وګڼله او کار مې پېل کړ، ځکه چې اسیایي هېوادونو کې له کار پرته کارمخینه (CV) نیمګړې وي.

په تېره نیږدې کې د پاکستان کرېکټ بورډ ځینې چارواکو لخوا پر مکي ارتر تورونه لګیدلي وو چې په پای کې غلط ثابت شول، وروسته نوموړي له چارواکو د یادو تورونو په اړه د بخښنې غوښتنه هم وکړه.

د پاکستان لوبډلې سره زیاتره روزونکي نه غواړي کار پېل کړي، لامل یې د کرېکټ بورډ کړکیچن حالت او د هېواد خراب امنیتي وضعیت دی، له دې وړاندې د استرالیا لوبډلې پخواني روزونکي ډیرن بیري هم پاکستان لوبډلې سره د ډګر ساتنې په توګه د روزونکي غوښتنه رد کړې وه.

د مکي ارتر په وینا د پاکستان لوبډلې تمځای یا د جامو اغوستلو خونه کې بحث مباحثو د خونې ماحول بېخونده کړی او انسان هیڅ ارام او سکون نشي ترلاسه کولی خو د لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو کوښښ کوي.

که څه هم د مکي ارتر تر لوبډلمشرۍ لاندې پاکستان لوبډله توانېدلی په شل اوریزو سیالیو کې د زیاتو بریاو ریکارډ جوړ کړي، خو په یو ورځنیو سیالیو کې یې ښه کارکردګي نه ده وړاندې کړې، او یوازې د نیوزېلنډ پر وړاندې په تیرو ۱۲ سیالیو کې ناکامه شوې.

د نیوزېلنډ لوبډلې سره د شل اوریزو سیالیو نه وروسته په لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ کې پاکستان لوبډله د توپوهنې په برخه کې ناکامه ثابت شوه او په کې د نیوزېلنډ چټک توپ اچونکي ټرینټ بولټ د ویکټو هیټریک هم وکړ.

د پاکستان کرېکټ مشر روزونکی وایي چې نړیوال جام ته د چمتو والي لپاره غواړي د توپوهونکو په پوزیشن کې تغیر راوړي، او ددې په اړه د غوراوي کميټې مشر انضمام الحق او لوبډلمشر سرفراز احمد سره یوځای پلان جوړوي.

سرچینه: نن ټکی اسیا