نظر او تحلیل

اونیزه تبصره: د مسکو غونډه د سولې یوه بله دریڅه!

نن د جمعې ورځ د مسکو په کوربتوب د افغان غمیزې د حل او سولې د راتګ په پار یوه نړیواله غونډه ترسره کیدونکې ده، چې د افغان جګړې ښکیلو لوریو امریکا او طالبانو په شمول د سیمې دولس هیوادونه به پکې ګډون وکړي، ترڅو چې افغان جګړې ته د پای ټکی کیږدي او سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو خپل پنځه کسیز پلاوی مسکو ته لیږلئ دی، ترڅو چې نړیوالو ته د افغان جګړې په اړه خپل دریځ څرګند کړي، د سولې تأمین او د افغانستان لپاره راتلونکې ننګونې او خپل مسوؤلیت بیان کړي.

که څه هم په پیل کې امریکا  او د ملي یووالي حکومت د مسکو غونډه بایکاټ کړې وه، مګر پرون د امریکا بهرنیو چارو وزارت د غونډې لپاره د خپل هئیت لیږل ومنل، او په څنګ کې د سولې شوری یوه شپږ کسیزه ډله هم د ملي یووالی حکومت لخوا مسکو ته ولیږل شوه.

بې له شکه چې د مسکو په څېر نورې نړیوالې غونډې به د سولې لار کې پراته خنډونه له منځه یوسي، د افغان جګړې اوولس کلن مزل ته به نور د پای ټکی کیږدي، ترڅو چې افغانان هم په سولیزه فضاء کې ژوند وکړي او نور د پردیو جګړو او یرغلونو څخه په امن شي.

د مسکو غونډه چې د سیمې ستراتیژیک هیوادونه او د جګړې ښکیل لوري پکې مخامخ خبرې اترې ترسره کوي، د هر لوري دریځ پکې روښانه کیږي، ځکه چې جګړه هیڅکله ګټوونکی او بایلونکی نه لري، یوه ورځ به هرومرو جګړه د سیاسي جوړجاړي له لارې پای مومي.

لکه څنګه چې مخکې هم د سولې د پګواش په څېر غونډې ترسره شوې دي، چې د سولې پروسې باندې یې مثبت اغیز کړئ دی، په ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ یې د باور فضاء رامنځته کړې ده، او داسې نښې لیدل شوې دي چې افغانان به نور د خپلمنځي جګړو پر ځای یو خپلواک نظام باندې متفق شي.

د مسکو غونډه د سولې یوه بله دریڅه ده، ځکه چې اوولس کلنه جګړه په یوه ورځ پای نه مومي، د وخت په تېریدو او د نورو نړیوالو غونډو په ترڅ کې به افغان غمیزه نور پای مومي او سوله به راځي.

سرچینه: محصلین