نظر او تحلیل

ټرمپ د سیاسي مرګ وزرې کړي

ټرمپ چې د جنورې په لومړيوکې ېې د واک ترلاسه کولو او څوګند اخستو مراسمو کې لومړۍ خبرې کولې رسنیوته ېې ښه ښه نظر ونه کتل له هغې ورځې راهیسې له رسنیو سره ناغیړي کوي وايي رسنۍ راسره په ټګې روانې دي چې اوس ېې د سي ، این ، این د خبریال سره لفظي شخړه راغلې ده او دا لفظی شخړه د ټرمپ او رسنیو ترمنخ ناندروپورې ورسیده.
ټرمپ چې د امریکا په تیروجمهوري ریاستي انتخاباتو کې برلاسی ترلاسه کړ په پوره غرور ېې دهغه کمپایني وینا یا دونه وکړه چې ویلي ېې وو مسلمانان به دامریکا د داخلیدو منع کړي له هغې وینا داسې بریښیده چې ټرمپ داسلامي نړۍ سرسخت مخالف دی.
ټرمپ په ۲۰۱۵م کال د ایران سره د پینځو هېوادونو داتومي پرګرام دکنترول له تړونه انکار وکړ وی ویل دهغه وخت حکومت(اوباما) او ایران ترمنځ چې څه موافقه شویده د باور وړ نه ده خو غوره خبره داشوه چې یواځې امریکا له هغه تړونه انکار وکړ نور ټول هېوادونه جاپان، روسیه،برتانیه، فرانسه له تړون سره په باور پاتې شول.
ټرمپ له ایران سره د تړون له انکاره وروسته د روسېې سره بیا اقتصادي، سیاسي او وسله واله سیاسي پېل کړه داسې ښکرې ېې ورسره اړمې کړي چې روسیه ېې په  مقابل کې هراړخیزې مقابلې ته اړکړه او د پوتین له وینا ؤداسې بریښې چې ټرمپ ېې په مقابل کې ځواب نه لري چې همدا ېې دسیاسي مرګ وزرې دي.
تیره ورځ چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره خبرې کولې د سي ، این ، این خبریال جیم اکوسټاسره ېې په دې لفظي شخړه راغله  چې کوسټا ترې د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله د را ټولو شویو کډوالو په اړه پوښتنه وکړه، ټرمپ د هغه خبره ور غوڅه کړه او اجازه یې ورنکړه چې خپله پوښتنه وکړي، دسي ، این ،این خبریال اکوسټا ویلي چې ټرمپ زما دپوښتنې ځواب نه درلود ځکه ېې زه د پوښتنې له تکراره منع کړم.
د ایران سره غیږ نیول، له روسي سره زور ازمویي اود خبریالانو سره ناندري داسې څرګندوي چې ټرمپ د سیاسی او واکمنۍ دمرګ وزري کړیدي ، که په خپله سرتمبګۍ په واک پاتې هم شي په سیاسي لحاظ ټرمپ په مرګ حساب دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندي سارا سنډرزچې د اکوسټا پرخلاف ېې نور څه نه لرل ویلي چې جېم اکوسټا ته به له دې وروسته هلته د خبرونو د پوښښ اجازه ورنکړل شي، ځکه چې د خبري کنفرانس پر وخت سپینې ماڼۍ یوه ښځینه کارکوونکې یې ټېله کړې.‌
دسي، این ،این تلویزیون اداري او ټولو امریکایی رسنیو د سنډرز دا تورچې په اکوسټا ېې لګولې یوجعلي او له ځانه جوړه کړې ویډیو بولې چې اکوسټا پکې دیوې ښځې د ټیله کولو په حال کې ښوول کیږي.
دامریکایی رسنیو نورو خبرو یالانو ټرمپ په مقابل کې داکوسټا ننګه ځکه وکړه  چې ټرمپ دواک له پېله د رسنیو سره ښه رویه نه لري اوپه دې ورځ چې ټرمپ له یوې خوا اکوسټا له پوښتنې کولو منع کړ او له بلې خوا ېې ورته سپکې سپورې وکړي  د ټولو رسنیو خبریالانو دټرمپ پرخلاف کرکه څرګنده کړه .
د ټرمپ او
د دې لفظي شخړې پر وخت د سپینې ماڼۍ یوې ځوانې کار کوونکې هڅه وکړه چې له ښاغلي اکوسټا نه مایکروفون بېرته واخلي، خو هغه مقاومت وکړ.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکربي پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره کړه.
په ویډیو کې ظاهراً داسې ښکاري‌ چې له ولسمشر ټرمپ سره د لفظي شخړې پر وخت د سي اېن اېن خبریال دا ځوانه کار کوونکې ورو غوندې ټېل وهي.‌
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، له دا ډول چلند وروسته دوی پرېکړه کړې چې جېم اکوسټا به نور سپینې ماڼۍ ته نخو ګڼ شمېر کسانو پر خواله رسنیو لیکلي چې دا ویدیو اېډېت شوې او جعلي ده،‌ او جېم اکوسټا هېڅ کله هم ښځینه کار کوونکې ته لاس نه دی ور اوږد کړی.
په همدې خبري ناسته کې یو شمېر نورو خبریالانو هم د جېم اکوسټا دفاع وکړه، خو ولسمشر ټرمپ پر هغوی هم ملنډې ووهلې.
په امریکا کې د خبریالانو ټولنو او ګڼ شمېر کسانو د سپینۍ ماڼۍ دا پرېکړه غندلې او د سي اېن اېن د خبریال ملاتړ یې کړی.
پخپله سي اېن اېن هم د سپینې ماڼۍ تورونه رد کړي او د خپل خبریال دفاع یې کړې
ه ور پرېږدي.
ښاغلي ټرمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګه دیموکراتانو ته بایلوده، خو په سنا مجلس کې د جمهوري‌ پالو اکثریت پر ځای پاتې شو.‌
یاده دې وي چې د ولسمشر د واکمنۍ له پیل راهیسې نوموړی د سي اېن اېن په ګډون له یو شمېر امریکایي رسنیو سره ښې اړیکې نه لري، او دا شبکې یې د جعلي خبرونو په خپرولو تورنې کړي

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز