خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د دایکنډي ولایت له علماو او متنفذینو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دایکنډي ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د دې ولایت له یو شمېر علماو او متنفذینو سره په نیلي ښار کې وکتل.

په دې کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، سلیمان علي بلیغ د متنفذینو او د دایکنډي ولایت د حج او اوقافو رئیس اسدالله عرفاني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

دوی په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له جغرافیایي زندان څخه د دایکنډي ولایت د اېستلو، په دایکنډي ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته د پاملرنې، دکټه سنګ بند د جوړولو،  د شاه طوس او صدخانې ولسوالیو د منظورۍ، د جوماتونو د امامانو د تشکیل د رسمي کېدو، د دایکنډي لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې د شرعیاتو پوهنځي د ایجاد او په هره ولسوالۍ کې د یو جومات د جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش خبرې وکړې وې ویل، سره له دې چې دایکنډي په ټولو برخو کې ستونزې لري، خو په اجتماعي، فرهنګي، سیاسي او د پوهنې چارو د مشارکت په برخو کې یوه بېلګه ده. هغه  د ملي وحدت او د دې ولایت د امنیت په ټینګښت کې د دایکنډي د علماو او متنفذینو رول غښتلی وباله.

ورپسې جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل، نیلي څلور کاله مخکې ښار نه دی او د مثبت بدلون او جغرافیایي زندان د ماتېدو په حال کې دی، د حکومت تر ټولو زیاته پاملرنه او د بودجې لګښت پر لویو لارو دی چې مرکزي سیمې په ځانګړي ډول دایکنډي له طبیعي زندان څخه راوباسي.

هغه علم او پوهنې ته د خلکو په هڅولو کې د علماو رول مهم وباله وې ویل، اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کوم چې د دایکنډي په دوو ولسوالیو کې جامع جوماتونه جوړ کړي او د نیلي د جامع جومات پر جوړولو کار روان دی.

جمهوررئیس زیاته کړه،  لوړو زده کړو وزارت ته مې لارښونه ده چې د دایکنډي لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې دې د شرعیاتو پوهنځي د جوړولو په اړه ارزونه او د مراحلو بشپړول پیل کړي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ