خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د دایکنډي د ولایتي شورا فعاله رول وستایه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د دایکنډي ولایتي شورا له غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال هم حضور درلود په پیل کې د دایکنډي ولایتي شورا غړي سبحان نایبي خبرې وکړې او له نظام او دیموکراتیکو پروسو څخه یې د خلکو هراړخیز ملاتړ په ډاګه کړ.

هغه وویل، د نورو ټولو هغو پر خلاف چې په رسنیو کې منفي تبلیغات کوي، موږ د حکومت د کړنو په اړه متفاوت لیدلوری لرو او په بېلابېلو برخو کې د حکومت لاسته راوړنې ستایو او له برنامو یې ملاتړ کوو.

سبحان نایبي د ولایتي شورا د غړو په استازیتوب له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د دایکنډي ولایت د لوړولو، د دایکنډي هوايي ډګر پروژې د کار د پیلولو، د ملي اردو د کنډک د استقرار او له بامیانو ولایت سره د دایکنډي د سړک د نښلولو په اړه د دې شورا غوښتنې بیان کړې.

وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال خبرې وکړې او د ولایتي شورا له اګاهۍ، متفاوت درک او منصفانه قضاوت څخه یې مننه وکړه وې ویل، د دایکنډي ولایتي شورا تل د خلکو ستونزې تعقیب او منعکس کړي دي.

ورپسې جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د دایکنډي د ولایتي شورا او د ښځو شبکې له فعال رول څخه یې مننه وکړه او د دوی رغاونکی او منصفانه فکر او وړاندېزونه یې وستایل.

جمهوررئیس زیاته کړه، د نیلي ښار پر پلان جوړولو کار کېږي او د دایکنډي ولایت بادام به د کرنې وزارت په لومړیتوب کې قرار ولري، دغه راز د هوايي ډګر پر سړک به د کار له امله د دایکنډي ولایت د کرنیز پیداوار لېږد ته زمینه برابره شي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ