خبرپاڼې

په دایکنډي ولایت کې د څلورو سترو پروژو کار پیل شو

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار دایکنډي ولایت تهسفر وکړ.

جمهوررئیس د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ته په رسېدو چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او یو شمېر نورو لوړپوړو مقاماتو یې ملتیا کوله د نیلي ښار د داخلي سړک د جوړولو چارې، د لمریزې برېښنا د توليد پروژه، د نیلي ښار د برېښنا د لېږد او وېش شبکه او د سوختوک د اوبو بند یې په جلا مراسمو کې پرانیستل.

د نیلي ښار داخلي سړک د دشت سیمې نه د دایکنډي تر زاړه بازار پورې ۹ کیلومتره اوږدوالی لري چې د پخولو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. دا سړک د فوایدعامې وزارت له لورې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره طرحه او ډېزاین شوی او په مجموعي ډول ۴۳۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي چې د حکومت له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي.

د دایکنډي ولایت د ۵،۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د توليد پروژې له ۱۳ میلیون افغانیو زیات لګښت راځي چې د حکومت له انکشافي بودجې ورکول کېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به پر نیلي ښار سربېره په اشترلي، شهرستان او مېرامور ولسوالیو کې ۱۴۰ زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي.

دغه راز نیلي ښار لپاره د برېښنا د لېږد او د توزیع شبکه د ۱۸ میلیون افغانیو په مجموعي لګښت جوړېږي. په دې پروژه کې د لېږد شبکې ۱۵ کیلومتره تمدید او نیلي ښار ته د برېښنا د وېش معیاري شبکې ایجاد شاملېږي چې د سوختوک تولیدي برېښنا منبع سره وصلېږي.

د سوختوک اوبو برېښنابند د لزیر سیند څخه تامینېږي چې د بند د بدنې او حوض د پاور ودانېزي چارې بشپړې شوي دي. په دې بند کې به په مجموعي ډول د ۷۰۰ کیلوواټو تولیدي برېښنا په ظرفیت د دوه توربینونو د نصبولو چارې ژر پیل شي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ