خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د دایکنډي ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د وسله‎وال پوځ اعلی سرقومندان دایکنډي ولایت د خپل سفر پرمهال په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست  دویم مرستیال او د کابینې یو شمېر وزیرانو یې ملتیا کوله د دې ولایت نظامي او امنیتي مسولینو سره وکتل او د دایکنډي ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه یې د دوی د اجرااتو راپور واورېد.

په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي او د دایکنډي ولایت د همغږۍ مرکز قومندان محمدعلي شجاعي د دې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، په دایکنډي ولایت کې امنیت تامین دی یواځې په یو شمېر ګاونډیو ولسوالیو کې د دښمن له لورې ځینې تحرکات وجود لري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پر دفع کولو بریالي شوي دي. دوی دغه راز په دایکنډي ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازیاتو تاسیساتو او اکمالاتو غوښتونکي شول.

وروسته د جمهوري ریاست  دویم مرستیال خبرې وکړې او د دایکنډي ولایت له امنیتي ټیم څخه یې مننه وکړه وې ویل، د بهرنیو ګواښونو ترڅنګ ځینې سیمه‎ییزه ستونزې هم شته چې د سالم مدیریت له لارې به حل شي.

په پای کې جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د دایکنډي ولایت د ملکي او نظامي مسوولینو د ښه مدیریت مننه وکړه او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته یې لارښوونه وکړه چې په دایکنډي ولایت کې دې زیانمنې برخې په هراړخیزه توګه وارزول شي او بېړني اقدامات دې وشي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ